لټون

د هارورډ د بورس په نوم له ۳۳ زره ډالرو درغلۍ وروسته پاکستانۍ زده‌کوونکې مړه شوې

20 تله 1405 - 16:47 170 views
د هارورډ د بورس په نوم له ۳۳ زره ډالرو درغلۍ وروسته پاکستانۍ زده‌کوونکې مړه شوې

د راپور له مخې، لیبا اعجاز د اکتوبر په نهمه په اسلام‌اباد کې مړه شوې ده. د هغې کورنۍ ادعا کوي چې یوه کس د زده‌کړو د مشاور په نوم له دوی پیسې اخیستې او د پوهنتون د منلو او بورس جعلي اسناد یې ورکړي وو.

د لیبا کورنۍ د هغې د زده‌کړو د لګښتونو برابرولو لپاره د کور جوړولو په موخه د ځمکې یوه ټوټه پلورلې او د هغې مور ګاڼې هم ګرو کړې وې.

لیبا د پنجاب ایالت د سرګودها اوسېدونکې وه او غوښتل یې په امریکا کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په علمي برخه کې مسلکي راتلونکی ولري. د هغې پلار له کلونو راهیسې په اسلام‌اباد کې شیدې او مستې پلوري او د کورنۍ د محدودو اقتصادي امکاناتو سربېره یې د لور زده‌کړو ته لومړیتوب ورکړی و.

د کورنۍ د ادعا له مخې، محمد نعمان نومي کس ژمنه کړې وه چې لیبا ته به په هارورډ پوهنتون کې د داخلې، بورس او امریکايي ویزې زمینه برابره کړي؛ خو وروسته ورکړل شوي اسناد جعلي وبلل شول.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) ویلي چې په دې قضیه کې د ۹.۳ میلیونه روپیو د درغلۍ ادعا څېړي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، ۲.۹ میلیونه روپۍ د لیبا له بانکي حسابه لېږدول شوې وې او پاتې پیسې نغدې ورکړل شوې وې.

د راپورونو له مخې، پولیسو د قضیې اصلي شکمن کس او دوه ښځینه همکارانې نیولي دي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د اسلام‌اباد پولیسو ته لارښوونه کړې چې تورن کسان ونیسي او د قانون له مخې ورسره چلند وکړي.

چارواکي دا هم څېړي چې ایا په دې درغلۍ کې نور کسان لاس لري او که شکمنو کسانو نور زده‌کوونکي هم غولولي دي. د قضیې په اړه تحقیقات روان دي او د تورونو په تړاو لا محکمه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.


Advertisement Space Available Contact us for advertising