د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د ژمي په رانږدې کېدو سره افغانستان ته راستنېدونکې زرګونه کورنۍ سرپناه، تودوخې، خوندیتوب او لومړنیو بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.
اوچا ټینګار کړی چې د ژمي له سختېدو مخکې باید اړمنو کورنیو ته مرستې ورسول شي، څو له سړې هوا او سختو ژوندانه شرایطو سره د مقابلې توان ولري.
دغه دفتر په خپل پیغام کې ویلي، ژمی انتظار نه کوي او بشري مرستې هم باید ونه ځنډول شي.