لټون

هند کې د رایه ورکوونکو د نوملړ پر بدلونونو اعتراضونه؛ سلګونه لاریون کوونکي نیول شوي

20 تله 1405 - 10:48 286 views
هند کې د رایه ورکوونکو د نوملړ پر بدلونونو اعتراضونه؛ سلګونه لاریون کوونکي نیول شوي
Reuters

لاریونوال د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د مشر ګیانیش کمار د استعفا غوښتنه کوي او تور پورې کوي چې د رایه ورکوونکو په نوملړ کې بدلونونه د لومړي وزیر نریندرا مودي د ګوند په ګټه دي.





په ورته وخت کې، یوې محکمې د «کاکروچ جنتا» (CJP) په نوم د ځوانانو د اعتراضي غورځنګ د بنسټګر ابجیت ډیپکې او دوو نورو مشرانو د خوشې کېدو امر کړی دی. ډیپکې ویلي، د اعتراضونو لړۍ به بیا پیل کړي.

د پولیسو په وینا، یوازې د شنبې په ورځ شاوخوا ۲۴۰۰ کسان نیول شوي وو چې ډېری یې د هماغې شپې پر مهال خوشې شول. لاریونونه په ممبۍ، کلکته، پوني او پاناجي ښارونو کې هم ترسره شوي دي.

د هند د ټاکنو کمېسیون د رایه ورکوونکو په نوملړ کې د لاسوهنې تورونه رد کړي، خو مخالف ګوندونه ادعا کوي چې د نوملړ د اصلاحاتو له امله مسلمانان او نور اقلیتونه په نامتناسب ډول اغېزمن شوي دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising