د یورونیوز د راپور له مخې، زدهکوونکي د ښوونځیو د خرابو امکاناتو، د ټولګیو د ګڼې ګوڼې، د ښوونکو د کمښت، د درسي ساعتونو د اوږدوالي او د ښوونځیو د زړو ودانیو پر وړاندې لاریونونه کوي. په بلجیم او ایټالیا کې هم زدهکوونکو ورته لاریونونه کړي دي.
د فرانسې حکومت او ځینې مخالف سیاسي ګوندونه تور لګوي چې د چپ اړخي سیاستوال ژان لوک ملانشون په ګډون ځینې سیاسي څېرې له دغو لاریونونو سیاسي ګټه اخلي. خو ملانشون وايي، ګوند یې د زدهکوونکو ملاتړ کوي، مګر لاریونونه نه تنظیموي.
د راپور له مخې، د لاریونونو پر مهال په ځینو ځایونو کې له پولیسو سره نښتې شوي او د پولیسو د زور کارولو له امله د څو تنکیو ځوانانو د سخت ټپي کېدو پېښې هم ثبت شوې دي. د فرانسې اړوندې ادارې د پولیسو د چلند په تړاو ۲۴ قضیې څېړي.
د فرانسې چارواکي وايي، د لاریونونو له پیل راهیسې زرګونه کسان نیول شوي چې ډېری یې کمعمره دي. په ورته وخت کې، ټولنیزو شبکو د لاریونونو د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو او د زدهکوونکو په تنظیم کې مهم رول لوبولی دی.
دا لاریونونه په داسې وخت کې پراخېږي چې فرانسه د ۲۰۲۷ کال په اپرېل کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتووالی نیسي. لا روښانه نه ده چې د ښوونځیو د رخصتیو او د حکومت د اقداماتو په اغېز به دا خوځښت کمزوری شي، که په پراخ ټولنیز حرکت به بدل شي.