دلاور، چې له امریکا سره د طالبانو د دوحې تړون په خبرو کې د ډلې له مهمو مرکچیانو څخه و، له یوې ځايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د دغه تړون په متن کې د ښځو یادونه له پیل څخه تر پایه نه ده شوې.
نوموړي د ښځو په اړه د طالبانو د دریځ د توجیه کولو لپاره افغاني او پښتني دودونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ښځو په اړه د خبرو کولو موضوع په دغو ټولنو کې حساسیت لري.
دلاور په همدې مرکه کې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده له هغه فرمان څخه هم ملاتړ کړی چې له مخې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي. نوموړي ویلي چې دا بندیز به تر بل امر پورې پر خپل ځای پاتې وي.
خو دلاور د دوحې تړون د لاسلیک په درشل کې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې ښځې د دوکتورا تر کچې د زدهکړو او د کار حق لري او طالبان به د دغو حقونو درناوی کوي.
نوموړي په تېرو کلونو کې هم څو ځله د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو د لرې کېدو هیله څرګنده کړې وه. د ورکړل شوي راپور له مخې، هغه وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت له مهمې څوکۍ لرې او د سرې میاشتې ادارې مشر وټاکل شو.
د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کوونکي وايي، د ښځو د زدهکړو او کار محدودول د افغانستان د ټولنیزو دودونو استازیتوب نه کوي. هغوی یادونه کوي چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې افغان نجونو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زدهکړې کولې او ښځو په دولتي ادارو کې هم دندې ترسره کولې.
د ښځو د زدهکړو او کار په اړه د طالبانو دریځ له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ دی، ځکه د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو محدودیتونو د میلیونونو افغان نجونو پر راتلونکي اغېز کړی دی.