لټون

ترکیې له افغان محصلینو وغوښتل چې د زده‌کړو له بشپړېدو وروسته هېواد ته ستانه شي

18 تله 1405 - 09:25 156 views
ترکیې له افغان محصلینو وغوښتل چې د زده‌کړو له بشپړېدو وروسته هېواد ته ستانه شي
د ترکیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر، فواد اوکتای، په ترکیه کې له افغان محصلینو غوښتي چې د خپلو زده‌کړو له بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه شي او د خپل هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي.

د افغان محصلینو شورا د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوکتای دا څرګندونې له افغان زده‌کړیالانو سره په یوه لیدنه کې کړې دي.

د اعلامیې له مخې، اوکتای افغانستان د بډایه طبیعي سرچینو، ځوان نفوس او وړ بشري ځواک لرونکی هېواد بللی او ویلي یې دي چې دغو ظرفیتونو ته پاملرنه کولای شي د افغانستان د راتلونکي د جوړولو بهیر چټک کړي.

نوموړي د خپلو زده‌کړو پر مهال د بهرني ژوند تجربې ته په اشارې ویلي چې تل یې خپل هېواد ته پر بېرته ستنېدو ټینګار کړی او خپل ملګري یې هم هڅولي چې له زده‌کړو وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه شي او د پرمختګ لپاره یې کار وکړي.

د ترکیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر له افغان محصلینو هم غوښتي چې خپله زده‌کړه، پوهه او تجربه د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ لپاره وکاروي.

د افغان محصلینو شورا په اعلامیه کې زیاته کړې چې اوس مهال شاوخوا ۱۰ زره افغان محصلین په ترکیه کې پر زده‌کړو بوخت دي.

په دې غونډه کې افغان محصلینو هم د افغانستان د راتلونکي د جوړولو او د دغه هېواد د بهرني سیاست د طرحې په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي. هغوی ویلي چې غواړي افغانستان په نړیوال ډګر کې فعاله ونډه ولري او لږ تر لږه د هېواد او سیمې په کچه د رهبرۍ رول ولوبوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising