لټون

د فرانسې حکومت له طالبانو سره د افغانانو د بیرته لیږلو په اړه خبرې تایید کړې

17 تله 1405 - 16:25 230 views
د فرانسې حکومت له طالبانو سره د افغانانو د بیرته لیږلو په اړه خبرې تایید کړې
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې له طالبانو سره یې د هغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په دغه هېواد کې ناقانونه مېشت دي او د فرانسوي چارواکو په وینا، د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاسکال کنفاورو د اکتوبر په اتمه وویل، د خبرو موخه د دغو کسانو افغانستان ته د بېرته لېږلو بهیر اسانه کول دي. نوموړي ټینګار وکړ چې په دې ډله کې د پناه غوښتونکي او ښځې نه شاملېږي، بلکې هغه کسان په نښه دي چې چارواکي یې خطرناک بولي. خو وزارت نه دي ویلي چې څو کسان به بېرته ولېږل شي. 

فرانسه ټینګار کوي چې دا خبرې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي. پاریس له ۲۰۲۱ کال راهیسې له طالبانو سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري. جرمني، سویډن او بلجیم هم د افغانانو د بېرته لېږلو د بهیر د چټکولو له هڅو سره یوځای شوي دي. 

جرمني د روان کال په اوړي کې لږ تر لږه دوه چارټر الوتنې کابل ته لېږلې وې چې ناقانونه مېشت افغانان یې بېرته لېږدول. دغه اقدام د بشري حقونو د ځینو بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی؛ دوی افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو د خوندیتوب او د طالبانو له چارواکو سره د همکارۍ په اړه اندېښنې لري.


Advertisement Space Available Contact us for advertising