راپور له مخې، کډوال په ۲۳ کښتیو کې بریتانیا ته رسېدلي او دا د ۲۰۱۸ کال راهیسې د اکتوبر د لومړۍ اوونۍ تر ټولو لوړه شمېره ده. د اوونۍ تر ټولو بوخته ورځ د اکتوبر پنځمه وه، چې ۶۰۹ کسان په اتو کښتیو کې بریتانیا ته ورسېدل.
راپور زیاتوي، د سمندر نسبتاً ارامې هوا د قاچاقبرانو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره کړې وه. په ځینو کښتیو کې د ګڼ شمېر کسانو د لېږدولو له امله، په هره کښتۍ کې په منځني ډول شاوخوا ۷۵ کسان سپاره وو.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکتوبر تر لومړۍ اوونۍ پورې په کوچنیو کښتیو کې د رسېدلو کسانو شمېر ۲۰ زره او ۹۳۵ ته رسېدلی؛ چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۱ سلنه کم دی.
د بریتانیا او فرانسې چارواکي د کډوالو د غیرمنظم تګ راتګ د مخنیوي هڅې کوي، خو د کوچنیو کښتیو له لارې د انګلیسي کانال تېرېدل لا هم د کډوالۍ یوه مهمه لاره ده.