لټون

سویډن د افغانستان پخواني سفیر د اخراج پریکړه کړې

17 تله 1405 - 14:37 94 views
سویډن د افغانستان پخواني سفیر د اخراج پریکړه کړې
د سویډن د کډوالۍ ادارې پرېکړه کړې چې په سټاکهولم کې د افغانستان پخوانی سفیر، عباس نویان، له دغه هېواد څخه وباسي؛ خو نوموړي پر دې پرېکړې اعتراض .کړی او قضیه یې لا وروستۍ شوې نه ده

د سویډني ورځپاڼې «ETC» د راپور له مخې، د کډوالۍ اداره استدلال کوي چې نویان له امریکا سره پیاوړې اړیکې لري او لا هم په دغه هېواد کې د دایمي استوګنې معتبره اجازه لري.

خو عباس نویان دا ادعا رد کړې ده. د نوموړي د اعتراض له ثبتېدو وروسته، قضیه د کډوالۍ محکمې ته سپارل شوې او تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.

عباس نویان په ۲۰۱۹ کال کې په سویډن کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی و او تر ۲۰۲۴ کال پورې یې په دغه هېواد کې دنده ترسره کړې ده. د سویډن د راډیو د یوه پخواني راپور له مخې، د هغه د استوګنې د اجازې د نه تمدید موضوع هم تر دې وړاندې مطرح شوې وه.

تر هغه چې محکمه وروستۍ پرېکړه نه وي کړې، له سویډن څخه د نوموړي د اخراج موضوع لا هم د قضایي بهیر برخه ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising