یوناما د اکتوبر په ۸مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه موارد یې تایید کړي او د ښځو او نجونو د نیولو او توقیف ته د ګواښونو په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې ادارې په وینا، ښايي د پېښو حقیقي شمېر تر ثبت شویو مواردو ډېر لوړ وي؛ ځکه ځینې ښځې د امنیتي اندېښنو او ټولنیزې بدنامۍ له وېرې خپلې پېښې په هکله نه غږیږي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، د دغو ښځو د نیولو لاملونه د طالبانو د جامو اغوستلو له مقرراتو څخه د سرغړونې ادعاوې وې. په نیول شویو ښځو کې ځینې د چادری نه اغوستلو، د وېښتانو ښکاره پاتې کېدو، د رنګینو ټیکریو یا سینګار او په عامه ځایونو کې د محرم له ملتیا پرته د ګرځېدو په تور نیول شوې دي. یوناما وايي، نیول شوې ښځې تر څو ساعتونو توقیف وروسته بېرته خوشې شوې دي.
یوناما همداراز د ښځو، په ځانګړي ډول د ښځینه دوکاندارانو، پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو او ګواښونو د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دې ادارې په وینا، دا ډول کړنې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، د نظر څرګندولو او د خپل ژوند په اړه د پرېکړې کولو حقونه محدودوي او هغوی له ټولنیز انزوا او بدنامۍ سره هم مخ کولی شي.
په هرات کې د ښځو د نیولو له امله پخوا هم لاریونونه شوي
د یوناما د تازه راپور له مخې، په هرات کې د ښځو نیول نوې پېښه نه ده. دې ادارې د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې هم ویلي وو چې په هرات ښار کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د جامو اغوستلو د مقرراتو د سرغړونې په تور نیول شوې وې او لسګونو نورو ته شفاهي خبرداري ورکړل شوي وو.
د دغو نیونو په غبرګون کې د هرات د جبرئیل په سیمه کې لاریونونه وشول. یوناما هغه مهال ویلي وو چې د لاریونونو پر مهال لږ تر لږه یو هلک د ډزو له امله وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي وو.
یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې له تبعیضي چلند او د جامو د مقرراتو له داسې نیونو لاس واخلي، د ټولو افغانانو انساني حقونو او کرامت ته درناوی وکړي او د نړیوالو بشري حقونو د اصولو له مخې خپلې ژمنې عملي کړي.
طالبانو د یوناما د وروستۍ اعلامیې په اړه تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو چارواکو تر دې مخکې ویلي چې د ښځو حقونه د دوی د شریعت له تفسیر سره سم خوندي دي؛ خو د دوی تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.