د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په ۲۰۲۶ کال پلان کې د چاودېدونکو توکو د ګواښ د کمولو لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا اټکل شوې؛ خو تر اوسه یوازې ۴.۳ میلیونه ډالر تمویل شوي دي. له همدې امله د اړتیا وړ بودجې په پرتله ۱۰.۲ میلیونه ډالره کسر پاتې دی.
د تمویل دغه کمښت د ناچاوده مهماتو د پېژندنې او پاکولو، د خلکو د پوهاوي او د احتمالي قربانیانو د خوندیتوب او ملاتړ پروګرامونو پر دوام فشار زیاتوي.
د ملګرو ملتونو په پخوانیو راپورونو کې هم ټینګار شوی چې ماینونه او چاودېدونکي پاتې شوني د زدهکړو، معیشت او د خلکو د خوندي تګ راتګ پر وړاندې خنډ جوړوي.
OCHA له نړیوالې ټولنې څخه د بشري مرستو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لا زیاتو مالي مرستو غوښتنه کوي، څو په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د مرګژوبلې د مخنیوي هڅې دوام ومومي.