لټون

فرانسه کې سلګونو زرو کسانو د ښوونیز نظام پر ضد لاریونونو کې ګډون کړی

15 تله 1405 - 13:25 85 views
فرانسه کې سلګونو زرو کسانو د ښوونیز نظام پر ضد لاریونونو کې ګډون کړی
په فرانسه کې د ښوونځیو د خراب وضعیت، د ښوونکو د کمښت او د پوهنې برخې د کافي بودجې نه شتون پر وړاندې د لاریونونو لړۍ پراخه شوې او د سه‌شنبې په ورځ سلګونه زره کسان د هېواد بېلابېلو ښارونو کې لارو کوڅو ته راوتلي

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۵۶ زره کسانو په مظاهرو کې ګډون کړی، خو د لاریونونو  تنظیموونکي بیا د ګډونوالو شمېر ۴۵۰ زره ښيي. په پاریس او یو شمېر نورو ښارونو کې لوی لاریونونه ترسره شوي او د راپورونو له مخې، د هېواد له نیمایي څخه ډېرو لېسو د لاریون له امله فعالیتونه ځنډولي یا دروازې یې تړل شوې وې. 

معترض زده‌کوونکي، ښوونکي او والدین د ښوونکو کمښت، له حده ډېر ډک ټولګي، د ښوونځیو زړې او خرابې ودانۍ، اوږد درسي مهالویش او په ښوونیز نظام کې د نابرابرۍ له امله شکایت کوي. دغه لاریونونه د سپټمبر په میاشت کې د پاریس له شاوخوا سیمو پیل شول او وروسته یې د هېواد نورو برخو ته پراختیا وموندله. 

که څه هم ډېری لاریونونه په سوله‌ییز ډول ترسره شوي، خو په ځینو ښارونو کې له پولیسو سره نښتې هم شوې دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یوازې د سه‌شنبې په ورځ ۴۸۸ کسان نیول شوي او ۴۳ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي. له لاریونوالو سره د پولیسو د چلند په اړه هم نیوکې شوې دي. 

د وروستیو پېښو له ډلې یوه ۱۴ کلن زده‌کوونکی په پاریس کې د  لاسي بم له امله په مخ سخت ټپي شوی او یو پولیس افسر د دې پېښې په تړاو تر څېړنې او قانوني اقدام لاندې راغلی دی. تر دې مخکې یو بل تنکی ځوان هم د پولیسو د یوې وسیلې د کارولو پر مهال سخت ټپي شوی و. د بشري حقونو ځینو ډلو د پولیسو د زور کارولو په اړه اندېښنه ښودلې ده. 

د فرانسې لومړي وزیر سباستین لوکورنو د ښوونیز وضعیت د ستونزو جدي والی منلی، خو د لاریونونو پر مهال یې تاوتریخوالی او د ښوونځیو زیانمنول غندلي دي. حکومت د ښوونکو د ځایناستو د زیاتولو، د درسي ساعتونو د بدلون، د غرمې د دمې د اوږدولو او د ښوونځیو د ترمیم په ګډون د ځینو اقداماتو د عملي کولو خبره کړې ده. 

د لاریونونو په دوام کې زده‌کوونکو ته ښوونکي، والدین او د کارګرانو اتحادیې هم ورګډې شوې دي. لاریون کوونکي وايي، که د ښوونیز نظام د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي، د مظاهرو لړۍ به دوام وکړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising