لټون

د بریتانیا محافظه کار ګوند ‌: واک ته ورسېدو، د افغانانو او فلسطینیانو د پناه نوې لارې به لغوه کړو

15 تله 1405 - 09:01 38 views
د بریتانیا محافظه کار ګوند ‌: واک ته ورسېدو، د افغانانو او فلسطینیانو د پناه نوې لارې به لغوه کړو
د بریتانیا د محافظه‌کار ګوند د کورنیو چارو مسوول کریس فلیپ ویلي، که دغه ګوند بېرته واک ته ورسېږي، د کارګر حکومت هغه نوې قانوني لارې به سمدستي لغوه کړي چې د افغانانو او فلسطینیانو په ګډون د کډوالو لپاره د بریتانیا ته د خوندي داخلېدو زمینه برابروي

فلیپ، چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ د محافظه‌کار ګوند د کلنۍ غونډې پر مهال په برمینګهم کې وینا وکړي، ویلي چې تر هغه به د ورته پروګرامونو ملاتړ ونه شي، څو په بریتانیا کې ناقانونه کډوالي تر ډېره کمه شوې نه وي. د محافظه‌کار ګوند کنفرانس د اکتوبر له ۴مې تر ۷مې په برمینګهم کې روان دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د سپټمبر په ۲۸مه د بریتانیا د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام بېرته پرانیست او ویې ویل چې د نوو راجع شویو کډوالو شاوخوا څلورمه برخه به افغان ښځو او نجونو او فلسطینیانو ته ځانګړې شي. د حکومت په وینا، دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او نورو شریکانو په همکارۍ عملي کېږي.

د حکومت د پلان له مخې، د ټولنې، پوهنتونونو او کار ورکوونکو له لارې د کډوالو لپاره نورې خوندي او قانوني لارې هم رامنځته کېږي. حکومت ویلي چې د دغو لارو له لارې به د راتلونکو کسانو شمېر محدود او تر کنټرول لاندې وي.

فلیپ همداراز د «ایستلو ځواک» د جوړولو وړاندیز کړی چې د نوموړي په وینا، هر کال به تر ۱۵۰ زرو پورې رد شوو پناه غوښتونکو، بهرنیو مجرمینو او هغو کسانو د ایستلو چارې ترسره کړي چې د ویزې له پای ته رسېدو وروسته په بریتانیا کې پاتې کېږي. نوموړي ویلي، په پنځه کلنه دوره کې به د ده د پلان له مخې شاوخوا ۷۵۰ زره کسان له هېواده وایستل شي.

د محافظه‌کار ګوند دغه طرحه د بریتانیا د کډوالۍ پر سر د روان سیاسي بحث په ترڅ کې وړاندې کېږي. فلیپ ویلي، که محافظه‌کاران واک ته ورسېږي، د وړو کښتیو له لارې د ناقانونه سفرونو په مخنیوي او د هغو کسانو په ایستلو به تمرکز وکړي چې په بریتانیا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.


Advertisement Space Available Contact us for advertising