لټون

هرات کې د کاغذپران پر پلور او الوځولو بندیز ولګېد

14 تله 1405 - 15:23 125 views
هرات کې د کاغذپران پر پلور او الوځولو بندیز ولګېد
په هرات کې د طالبانو امر بالمعروف ادارې ویلي، د خلکو له شکایتونو وروسته په دغه ولایت کې د کاغذپران پر پلور او په عامه ځایونو کې پر الوځولو بندیز لږولی دی.

د طالبانو چارواکو په هرات ولایت کې د کاغذپران پر پلور، پېر او په عامه ځایونو کې د هغه پر الوځولو بندیز لګولی دی.

په هرات کې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مشر عزیزالرحمان مهاجر ویلي، د دې ادارې محتسبانو ته لارښوونه شوې چې په ښار کې د کاغذپران او د هغه د تارونو د پلور مخه ونیسي. نوموړي ویلي، دا پرېکړه د خلکو له پرله‌پسې شکایتونو وروسته شوې ده.

د طالبانو دغه چارواکي ادعا کړې چې د کاغذپران لوبه او د هغې تار په ځینو مواردو کې د ترافیکي پېښو، د خلکو د ځورونې او د ماشومانو د ټپي کېدو لامل شوي دي؛ خو د دغو پېښو لپاره یې مشخص شمېر یا جزئیات نه دي وړاندې کړي.

کاغذپران الوزول په افغانستان کې یوه پخوانۍ او مشهوره دودیزه تفریحي لوبه ده. دا لوبه د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې، هم منع شوې وه، خو له ۲۰۰۱ کال وروسته یو ځل بیا په کابل او نورو ښارونو کې پراخه شوه.

د کاغذپران پر وړاندې د هرات تازه محدودیت په داسې حال کې لګېږي چې په دې ولایت کې د تفریحي او ټولنیزو فعالیتونو پر وړاندې نور محدودیتونه هم په وروستیو کلونو کې زیات شوي دي. د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د ادارو په راپورونو کې هم په هرات کې د ټولنیزو محدودیتونو د زیاتېدو یادونه شوې ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising