لټون

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: د نجونو د زده‌کړو بندیز د افغانستان پرمختګ زیانمنوي

14 تله 1405 - 14:32 47 views
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: د نجونو د زده‌کړو بندیز د افغانستان پرمختګ زیانمنوي
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو وايي، د افغان نجونو له زده‌کړو محرومول د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ امکانات کمزوري کوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر الکساندر ډي کرو ویلي، له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیز «په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی» او دا وضعیت د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ امکانات هم کمزوري کوي.

ډي کرو د «فارن پالیسي» مجلې سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان د نفوس د نیمايي برخې له زده‌کړو او د هغوی له وړتیاوو استفاده نه کول یوازې د حقونو موضوع نه ده، بلکې د پرمختګ له نظره هم ناسمه تګلاره ده. نوموړي ویلي، افغانستان  اړتیاوو سره مخ دی او د دغو ستونزو د حل لپاره د ټولنې د نیمايي برخې له وړتیاوو سترګې نه شي پټولای.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر زیاته کړې چې د نجونو د زده‌کړو موضوع له طالب چارواکو سره نږدې هره ورځ مطرح کېږي. نوموړي وویل، سره له محدودیتونو، UNDP په افغانستان کې خپلو پراختیايي فعالیتونو ته دوام ورکړی او د ښځو د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې یې له لسګونو زرو ښځو سره مرسته کړې ده.

د UNDP د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په ارزونه کې هم ویل شوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو خنډونو څخه دي. د دې ادارې په وینا، افغانستان اوس هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو منع دي.

په دغه راپور کې راغلي چې د ښځو محدودول د هېواد کاري ځواک کموي، د کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي او د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي ظرفیت زیانمنوي. د UNDP د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د نجونو د ښوونځي د ګډون کچه شاوخوا ۴۲ سلنه وه، په داسې حال کې چې د هلکانو دا کچه ۷۳ سلنه ښودل شوې ده.

ډي کرو همداراز ویلي چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه مخ وانه ړوي، ځکه هېواد له اقتصادي ستونزو، اقلیمي بدلون، بشري اړتیاوو او د راستنېدونکو کډوالو له زیاتېدو سره یوځای مخ دی. نوموړي ټینګار کړی چې له افغانستان سره دوامداره پراختیايي مرسته او تعامل اړین دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising