لټون

افغانستان هر کال د برېښنا پر وارداتو۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالر لګوي

13 تله 1405 - 15:33 88 views
افغانستان هر کال د برېښنا پر وارداتو۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالر لګوي
افغانستان هر کال د ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه د برېښنا د واردولو لپاره شاوخوا ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالر لګوي؛ خو له دې سره سره لا هم ګڼ شمېر افغانان له دوامدارې برېښنا بې‌برخې دي.


د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وايي، افغانستان لا هم د خپلې برېښنا د اړتیا د پوره کولو لپاره پر ګاونډیو هېوادونو متکي دی او هر کال له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه سلګونه مېګاواټه برېښنا واردوي.

 د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال شاوخوا ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالر د وارداتي برېښنا د پېرلو لپاره لګوي. د افغانستان د برېښنا د وارداتو کچه د سرچینو او وخت له مخې بدلېږي؛ وروستي راپورونه ښيي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا اندازه شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ مېګاواټه ده.

د برشنا د چارواکو په وینا، له ازبکستان او ترکمنستان سره د برېښنا د وارداتو د زیاتولو لپاره هوکړې شوې دي او له ایران او تاجکستان سره هم د نویو برېښنايي لینونو او د وارداتو د پراخولو په اړه خبرې روانې دي.

افغانستان او ازبکستان تېر کال د برېښنا د څلورو پروژو تړونونه هم لاسلیک کړي وو. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان له ازبکستان څخه د ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا ترلاسه کړای شي.

له بلې خوا، د سپټمبر په وروستیو کې د افغانستان او تاجکستان چارواکو د برېښنا د وارداتو د زیاتولو، د لېږد شبکې د پراختیا او د ۵۰۰ کیلوولټ نوي لین د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د ترکمنستان له لوري هم د افغانستان د برېښنا شبکې د پراختیا لپاره د ۵۰۰ کیلوواټ لین پر پروژې کار روان دی. چارواکو ویلي چې د دې پروژې د کار د چټکتیا او پاتې برخو د بشپړولو په اړه خبرې شوې دي.

سره له دې چې د برېښنا د وارداتو او د لېږد شبکې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي، په افغانستان کې د برېښنا کمښت او پرله‌پسې پرچاوي لا هم د خلکو له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي. د برېښنا د وارداتو د زیاتوالي تر څنګ، د کورنیو تولیدي سرچینو پراختیا هم د دې ستونزې د اوږدمهاله حل لپاره مهمه بلل کېږي.

د برشنا د پخوانیو معلوماتو له مخې، افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د وارداتي برېښنا ترڅنګ د کورني تولید د زیاتولو پلانونه هم لري. د CASA-1000 پروژې له لارې هم د سیمې د اضافي اوبو برېښنا افغانستان او پاکستان ته د انتقال لپاره زمینه برابریږي.

په همدې حال کې، د برېښنا د کمښت ستونزه یوازې د کورنیو لپاره نه، بلکې د هېواد پر سوداګرۍ او صنعت هم اغېز کوي. د برېښنا د منظمې او دوامدارې شبکې نشتوالی د تولیدي فعالیتونو لپاره یوه مهمه ننګونه بلل کېږي.

Advertisement Space Available Contact us for advertising