د فرانسې په شمال کې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د اوښتو په هڅه کې دوه کډوال مړه شوي او دوه ښځې د بدن د پراخو سوځېدنو له امله روغتون ته انتقال شوې دي.
د فرانسې د پاس-دې-کاله ولایت چارواکو ویلي، پېښه د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه د برک (Berck) ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده. د چارواکو په وینا، مړه شوي کسان شاوخوا ۳۰ او ۴۰ کلن وو. د یوه کس جسد په اوبو کې تر موندل کېدو وروسته ساحل ته انتقال شوی دی.
په همدې پېښه کې دوه ښځې هم د بدن د لویې برخې د سوځېدو له امله روغتون ته وړل شوې دي. د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، د سوځېدنو لامل ښايي د تېلو او سمندري اوبو ترمنځ کیمیاوي تعامل وي؛ خو د دې موضوع په اړه وروستی تایید لا نه دی شوی.
د بولون-سور-مر څارنوالۍ د پېښې د څرنګوالي او د دوو کسانو د مړینې د لامل معلومولو لپاره تحقیقات پیل کړي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د فرانسې له شمالي ساحل څخه بریتانیا ته د وړو کښتیو له لارې د اوښتو هڅې دوام لري. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د سپټمبر په ۲۷مه ۵۲۶ کسان په اوو وړو کښتیو کې بریتانیا ته رسېدلي او د سپټمبر په ۲۹مه بیا ۶۱ کسان په یوه کښتۍ کې رسېدلي دي.
د کډوالو د سمندري اوښتو خطرونه په روان کال کې څو ځله د مرګژوبلې لامل شوي دي. یوازې یوه اوونۍ وړاندې د مانش کانال په یوه بله پېښه کې، چې له فرانسې څخه بریتانیا ته د اوښتو هڅه وه، یو ۱۰ کلن ماشوم او دوه ښځې مړه شول.
د AFP د معلوماتو له مخې، د برک په وروستۍ پېښې سره د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ په سمندري مسیر کې د کډوالو د مړینې شمېر لږ تر لږه ۲۴ کسانو ته رسېدلی دی.