لټون

دریو کلونو راهیسې غزه کې له ۸۰۰ ډېر ښوونکي وژل شوي

13 تله 1405 - 10:59 75 views
دریو کلونو راهیسې غزه کې له ۸۰۰ ډېر ښوونکي وژل شوي
د فلسطین د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارت وايي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله له ۸۰۰ ډېر ښوونکي وژل شوي او شاوخوا ۳ زره ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په همدې موده کې نږدې ۲۰۰ ښوونکي د اسرائیلي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

فلسطیني چارواکو له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د پوهنې، بشري حقونو او بشري مرستو له بنسټونو غوښتي چې د دوی په وینا، د غزې د ښوونیز سکټور پر وړاندې د سرغړونو د درولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.

دوی وايي، د جګړې له امله په غزه کې د ښوونیز نظام بنسټونه هم سخت زیانمن شوي او زرګونه زده‌کوونکي او ښوونکي د زده‌کړو له دوام څخه محروم شوي دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو ځینو نړیوالو بنسټونو هم پر غزې د جګړې له امله د ملکي وګړو، ښوونکو او زده‌کوونکو د مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې او د ملکي تاسیساتو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

پر غزې د اسرائیلو جګړه د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې روانه ده. د دې جګړې په تړاو د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او د نړیوال بشردوستانه قانون د احتمالي سرغړونو په اړه پراخ نړیوال بحثونه شوي دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising