لټون

سیاست ته هم د مصنوعي ځیرکتیا ننوتل؛ ویناوې څوک لیکي؟

13 تله 1405 - 10:36 80 views
سیاست ته هم د مصنوعي ځیرکتیا ننوتل؛ ویناوې څوک لیکي؟
د مصنوعي ځیرکتیا کارول د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په پارلمانونو کې تر سیاسي ویناوو هم رسېدلي او د یوې نوې څېړنې له مخې، د بریتانیا په پارلماني بحثونو کې شاوخوا لس سلنه کارول شوې کلمې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته لیکل شوې دي.

د «اکانومېسټ» د یوې څېړنې له مخې، په بریتانیا کې د پارلماني ویناوو د AI په مرسته د لیکلو کچه په ۲۰۲۴ کال کې نږدې صفر وه، خو اوس په پام وړ ډول لوړه شوې ده.

د دې موضوع یوه څرګنده بېلګه د بریتانیا د پارلمان غړی سټیو یم ده. هغه د روان کال په جون کې له خپلو همکارو وکیلانو وپوښتل چې: «څوک پر چا اغېز کوي؟ ایا ټکنالوژي د ټولنې خدمت کوي، که ټولنه د ټکنالوژۍ د شرکتونو د ګټو لپاره بدلېږي؟»

خو د Pangram په نوم د AI د متن پېژندلو وسیلې د هغه وینا په بشپړه توګه د مصنوعي ځیرکتیا له خوا لیکل شوې وبلله. یم پخپله هم تایید کړې چې د هغه دفتر د پارلماني اصولو په چوکاټ کې د عمومي AI وسیلو څخه د ویناوو د چمتو کولو په ګډون د بېلابېلو چارو لپاره کار اخلي.

د څېړنې له مخې، بریتانیا په دې برخه کې یوازې نه دی. په استرالیا او کاناډا کې د پارلماني ویناوو د AI په مرسته د لیکل کېدو کچه د بریتانیا په پرتله شاوخوا درې برابره ښودل شوې او د امریکا د استازو جرګه هم د پام وړ AI کاروي.

په بریتانیا کې د AI کاروونکو سیاستوالو ترمنځ د دې ټکنالوژۍ د کارولو په اړه بېلابېل غبرګونونه لیدل شوي. ځینو سیاستوالو د AI کارول منلي، خو ځینو نورو د څېړنې پایلې رد کړې دي.

د څېړنې له مخې، نیل شاستري-هرسټ، چې د محافظه‌کار ګوند غړی دی، د هغو سیاستوالو په ډله کې دی چې د پارلماني ویناوو لپاره یې د AI کارول تر ټولو ډېر تشخیص شوي. د هغه د تېر یوه کال د پارلماني ویناوو شاوخوا درې پر څلورمه برخه د AI له خوا لیکل شوې یا پرې د AI د مرستې نښې موندل شوې دي.

خو د بریتانیا د کابینې او د ګوندونو د مشرانو په ویناوو کې د AI کارول ډېر کم لیدل شوي. د څېړنې له مخې، د یو شمېر مهمو سیاسي مشرانو په ویناوو کې د AI د پام وړ نښې نه دي موندل شوې.

د رایه ورکوونکو نظر

د AI له خوا د سیاسي ویناوو د لیکلو موضوع یوازې د پارلمانونو دننه بحث نه ده. د «اکانومېسټ» لپاره د Public First له خوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې د بریتانیا رایه ورکوونکي د سیاستوالو له خوا د ویناوو د لیکلو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا له کارولو سره د سیاسي لیکنو د نورو ډولونو په پرتله ډېر مخالفت لري.

د راپور له مخې، خلک دا اندېښنه لري چې پارلماني وینا یوازې د معلوماتو وړاندې کول نه دي؛ بلکې سیاستوال باید خپل دریځونه، استدلالونه او د خلکو استازیتوب په خپله ژبه بیان کړي.

د AI د پراخېدو په اړه اصلي بحث دا دی چې که څه هم دا ټکنالوژي د ویناوو په چمتو کولو کې وخت سپموي، خو د سیاستوالو د شخصي نظر، ژبې او استدلال د کمزورېدو اندېښنې هم ورسره پیدا کېږي.

د راپور په وینا، د AI له خوا تولید شوې وینا ډېری وخت ځانګړي تکراري عبارتونه او ورته ژبني جوړښتونه کاروي؛ له همدې امله د ځینو سیاستوالو په ویناوو کې د مصنوعي ځیرکتیا نښې د متن د سبک له لارې هم د پام وړ کېږي.

سره له دې، د AI د متن پېژندنې وسایل هم محدودیتونه لري او د یوه متن د AI له خوا د لیکل کېدو په اړه باید یوازې د یوه کشف کوونکي وسیلې پر پایله قطعي حکم ونه شي. د Pangram په اړه د خپرو شویو تخنیکي معلوماتو له مخې، دغه وسیله د اوږدو متونو د پېژندلو لپاره ازمویل شوې، خو د هر ډول AI متن د کشف تضمین نه شي کولای.

د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ له امله اوس پوښتنه یوازې دا نه ده چې سیاستوال AI کاروي که نه؛ بلکې دا هم مطرح کېږي چې که ماشین د سیاستوالو ویناوې، سیاسي لیکنې او حتی د قوانینو مسودې چمتو کړي، نو د دغو خبرو او پرېکړو مسؤلیت به د چا وي؟

دا موضوع ښيي چې AI په تدریجي ډول د سیاست او عامه ادارې هغه برخو ته هم داخلېږي چې تر دې وړاندې په بشپړه توګه د انسان د قضاوت او لیکلو له مهارت سره تړلې ګڼل کېدې.
Advertisement Space Available Contact us for advertising