د خیبر پښتونخوا د سر وزیر سهیل اپرېدي په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف (پيټيای) پراخ لاریون، چې د لکي مروت له ګنډي چوک څخه پیل شوی و، کرک سیمې ته رسېدلی دی.
سهیل اپرېدي له پېښور څخه په چورلکه کې لکي مروت ته تللی و، چې هلته د پيټيای پلویانو له خوا ورته تود هرکلی وشو. نوموړي د پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هره هغه پالیسي چې د خیبر پښتونخوا د ګټو خلاف وي، دوی به یې ونه مني.
اپرېدي ادعا وکړه چې د پيټيای د حکومت پر مهال په مرکزي کچه امنیت ښه و، خو د اوسني حکومت د تګلارو له امله په خیبر پښتونخوا کې ترهګري کمه شوې نه ده، بلکې زیاته شوې ده.
نوموړي وویل، که د دوی له خوا وړاندې شوې تګلاره عملي شي، په ۱۰۰ ورځو کې د خیبر پښتونخوا امنیت ښه کېدای شي. هغه زیاته کړه چې د لاریون کاروان به سبا له کرک څخه خپل سفر ته دوام ورکړي او د راتلونکو ورځو لپاره به جلا پلانونه اعلان شي.
دا لاریون د پيټيای د بنسټګر عمران خان د خوشې کېدو او د دغه ګوند د نورو سیاسي غوښتنو لپاره پیل شوی دی. د لاریون لومړی پړاو د یکشنبې په ورځ د لکي مروت ولسوالۍ له ګنډي چوک څخه پیل شو.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د اکتوبر په ۵مه د کرک اوسېدونکي، د اکتوبر په ۶مه د کوهاټ، هنګو، کورمې او اورکزیو سیمو خلک او د اکتوبر په ۷مه د پېښور او خیبر اوسېدونکي له کاروان سره یوځای کېږي.