د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۱۶ ښارونو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور ۵۱ کسان نیولي دي.
د وزارت د شنبې ورځې په خبرپاڼه کې ویل شوي، نیول شوي کسان له داعش سره پر فکري همغږۍ، د دې ډلې لپاره د مالي مرستو پر راټولولو او تبلیغاتي فعالیتونو تورن دي.
د ترکیې چارواکو ویلي، ځینو نیول شویو کسانو د خیریه بنسټونو تر پوښښ لاندې داعش ته مالي سرچینې برابرولې او له دې ډلې سره یې نورې همکارۍ هم لرلې. د نیول شویو کسانو د هویت او تابعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
ترکیه په وروستیو کلونو کې د داعش پر وړاندې د خپلو عملیاتو د زیاتولو خبر ورکوي. د دغه هېواد امنیتي ادارې په ځانګړي ډول پر هغو کسانو تمرکز کوي چې د داعش لپاره د مالي سرچینو برابرولو، تبلیغاتو او د ډلې د فعالیتونو د ملاتړ په برخه کې ونډه لري.
د ترکیې ملي استخباراتو تر دې مخکې هم ویلي وو چې د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې یې د داعش د رسنیو یو مسوول نیولی دی. د ترکیې د معلوماتو له مخې، دغه کس د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د داعش د تبلیغاتو او د جنګیالیو د انتقال په برخه کې رول درلود.
ترکیه وايي، د داعش د مالي او تبلیغاتي شبکو پر وړاندې عملیات د دې لپاره هم ترسره کېږي چې د دې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو او د احتمالي بریدونو مخه ونیول شي.