د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (UNAMA) د اکتوبر په لومړۍ نېټه ویلي چې د دې شمېرې په ثبتولو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پورې غاړې وسلهواله نښته شامله ده. دغه سازمان ټینګار کړی چې ملکي وګړي په دغو نښتو کې تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک هم د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ملکي وګړو د خوندیتوب، د نړیوال بشري قانون د رعایت او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د اکتوبر په لومړۍ نېټه د کونړ او هلمند پر ځینو سیمو د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي چې ډېری قربانیان ماشومان وو. UNAMA ویلي چې یوازې یوه اوونۍ وړاندې یې په کونړ کې د یوه بل هوايي برید له امله د درېیو ملکیانو د وژل کېدو او د څلورو نورو د ټپي کېدو راپور هم تایید کړی و.
تر دې مخکې، د جون په ۲۸مه د پکتیا، پکتیکا او کونړ پر سیمو د پاکستان په هوايي بریدونو کې UNAMA د لږ تر لږه ۲۸ ملکیانو وژل کېدل او د ۴۹ نورو ټپي کېدل تایید کړي وو. د ملګرو ملتونو په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
UNAMA له دواړو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي، د نړیوال بشري قانون اصول مراعات کړي او خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
پاکستان وايي چې په افغانستان کې یې بریدونه د هغو وسلهوالو ډلو پر مرکزونو ترسره کړي چې اسلاماباد یې په پاکستان کې د بریدونو مسوول بولي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعاوې ردوي او وايي چې د پاکستان هوايي بریدونه د افغان ملکي وګړو د مرګژوبلې او د استوګنیزو سیمو د زیانمنېدو لامل شوي دي.
د ملګرو ملتونو تازه شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بیا زیات شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي نښتو او هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه نړیوالې اندېښنې هم پراخې شوې دي.