د حوثیانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د برید د څرنګوالي او احتمالي زیانونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه د سعودي عربستان چارواکو د حوثیانو د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او نه هم په ریاض کې د آرامکو پر مرکز د برید په اړه تایید شوی معلومات خپاره شوي دي.
حوثیان په وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان پر مهمو تاسیساتو د توغندیزو او ډرون بریدونو ادعاوې کړې دي، خو د هرې ادعا د تایید لپاره د سعودي چارواکو رسمي معلومات نشته.