د لیتوانیا د دولتي سرحدي ځواکونو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پنجشنبې په ماښام د وارنا په سیمه کې له سرحده تر اوښتلو وروسته د سرحدي ځواکونو، ځانګړو ځواکونو او پولیسو په ګډ عملیاتو کې ونیول شول.
چارواکي وايي، ټول نیول شوي کسان نارینه دي او عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي. له ډلې یې ۱۱ کسانو د هویت اسناد لرل، خو پاتې نور له اسنادو پرته وو.
د لیتوانیا د سرحدي ځواکونو په وینا، تر اوسه ۲۹ کسان بېرته بلاروس ته ستانه شوي، د پنځو نورو د قضیې څېړنه روانه ده او یو کس د روغتیايي ستونزې له امله د معاینې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.
د لیتوانیا چارواکي وايي، د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې یې د بلاروس له لارې دغه هېواد ته د ۱۶۶۱ کسانو د غیرقانوني ننوتلو مخه نیولې ده