د امریکا د ولسمشر د سپټمبر ۲۵مې پرېکړې له مخې، په ۲۰۲۷ مالي کال کې به تر ۱۷۵۰۰ پورې کډوال امریکا ته د بیا مېشتېدو لپاره ومنل شي. په پرېکړه کې ویل شوي چې د دې سهمیې ډېره برخه به د سویلي افریقا وګړو ته ځانګړې وي.
د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان او د نړۍ د نورو هېوادونو هغو کډوالو ته چې د جګړو، ځورونې او ناامنۍ له امله له خپلو هېوادونو وتلي، د بیا مېشتېدو لپاره ځانګړې سهمیه نه ده ټاکل شوې. د کډوالو د بیا مېشتېدو بهیر هم د هغو محدودیتونو تر اغېز لاندې دی چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې په امریکا کې عملي شوي دي.
د امریکا د کډوالو د منلو د پروګرام د تعلیق او د سفر د محدودیتونو له امله، ګڼ هغه کسان چې له وړاندې یې د امریکا د بیا مېشتېدو لپاره دوسیې لرلې، لا هم له ځنډ او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د کډوالو نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) د امریکا پر دې پرېکړې نیوکه کړې او له حکومت څخه یې غوښتي چې د سفر محدودیتونه پای ته ورسوي او د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په بشپړه توګه بېرته فعال کړي.
دې ادارې په ځانګړي ډول د هغو افغانانو وضعیت یاد کړی چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ماموریت سره مرسته کړې وه او اوس د امنیتي ګواښونو له امله د خوندي بیا مېشتېدو په تمه دي.
د IRC په وینا، د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د امریکا ټاکل شوې ۱۷۵۰۰ کسیزه سهمیه د پخوا په پرتله هم ټیټه ده؛ په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونه کسان د جګړو او ځورونې له امله بېځایه شوي دي.