الجزیرې راپور ورکړی چې د غزې ښار په لوېدیځ کې د رمال په سیمه کې د یوه استوګنیز اپارتمان پر ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور سخت ټپیان دي.
د راپور له مخې، برید د شنبې په ورځ ترسره شوی او د سیمې اوسېدونکو ته تر برید مخکې د سیمې د پرېښودو کوم خبرداری نه و ورکړل شوی.
د غزې روغتیايي سرچینې وايي، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او ښايي د وژل شویو شمېر نور هم لوړ شي. په ورته مهال، په غزه کې د اوربند له اعلان سره سره د اسرائیلي بریدونو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي.