پولیسو ویلي، ۳۵ کلن رحمان صالحي او ۳۶ کلن سلام احمدیان د یوم کیپور، د یهودانو له مهمو مذهبي ورځو څخه یوه، په درشل کې د برید د چمتووالي په تړاو نیول شوي دي. د چارواکو په وینا، دواړه کسان له یوه بهرني درېیمګړي سره په اړیکه کې وو چې ښايي په ایران کې وي.
د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو په وینا، تورنو کسانو د احتمالي برید لپاره د وسایلو د برابرولو او د هدفونو د څارنې هڅه کړې وه. پولیس وايي، د دوی عملیاتو د برید له ترسره کېدو مخکې د پلان د شنډېدو لامل شوي او اوس مهال خلکو ته د سمدستي خطر نښه نه لیدل کېږي.
دواړه تورن کسان به د لندن وېسټمنسټر محکمې ته وړاندې شي.
دا قضیه په داسې مهال راپورته شوې چې بریتانیا په وروستیو کلونو کې د یهودي ټولنې پر وړاندې د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه امنیتي تدابیر زیات کړي دي. د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو د معلوماتو له مخې، په مانچسټر کې د یهودي ټولنې پر وړاندې د یوه بل پلان په تړاو هم مخکې درې کسان محکوم شوي وو.
په همدې ورځ، بریتانوي پولیسو ۲۸ کلن جوشوا کېري هم د ترهګریزو اقداماتو د چمتووالي په تور تورن کړ؛ پولیس وايي، په دې قضیه کې د اصلاحاتو ګوند د مشر نایجل فاراژ پر وړاندې د احتمالي برید موضوع هم شامله ده.