د پلټنې لپاره له ۱۳ زره او ۶۸۲ دوسیو څخه ۶۷۸ دوسیې په تصادفي ډول وکتل شوې. په ۱۶۹ دوسیو کې د غوښتونکو ۳۰۳ نومونه یا مستعار نومونه په بشپړ ډول نه وو ثبت شوي، په ۲۳ دوسیو کې د اړینو امنیتي کتنو پایلې نه وې موجودې، په ۴۵ دوسیو کې احتمالي ورته موندل شوي ریکارډونه په بشپړ ډول نه وو حل شوي او په ۹۶ دوسیو کې د اسنادو ۱۱۵ نورې تېروتنې موندل شوې دي.
د راپور له مخې، دا ډول نیمګړتیاوې د دې خطر رامنځته کوي چې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې (USCIS) کارکوونکي د یوه غوښتونکي د نوم بېلابېلې بڼې له هغو معلوماتو سره ونه تړي چې ښايي په حکومتي ډیټابېسونو کې د امنیتي اندېښنو په اړه موجود وي.
په دوو دوسیو کې د ترهګرۍ اړوند د نه منل کېدو احتمالي موضوعاتو اسناد هم نیمګړي وو؛ خو پلټونکي ټینګار کوي چې راپور دا نه وايي چې دغو کسانو ته د منفي امنیتي معلوماتو له پامه غورځولو له امله پناه ورکړل شوې ده. عمومي پلټونکي د پناه غوښتنې د افسرانو پرېکړې له سره نه دي ارزولې او دا یې هم نه ده معلومه کړې چې موندل شویو تېروتنو په پایلو کې عملي اغېز درلود که نه.
د پلټنې یوه موخه دا هم وه چې معلومه کړي، ایا د ۲۰۲۳ کال هغه هوکړه چې د افغانانو د پناه غوښتنې دوسیو د چټکولو لپاره شوې وه، د امنیتي ارزونو کیفیت کم کړی که نه. د عمومي پلټونکي دفتر ویلي چې د هوکړې له پلي کېدو وروسته د تېروتنو په کچه کې له احصایوي پلوه د پام وړ زیاتوالی نه دی لیدل شوی.
د USCIS مشر جوزف اېډلو د عمومي پلټونکي سپارښتنې منلې او ویلي یې دي چې د دغو نیمګړتیاوو تر څنګ نور امنیتي او بایومتریکې څارنې هم ترسره کېږي. ادارې د نومونو د بېلابېلو بڼو د پېژندلو، امنیتي کتنو او د کارکوونکو د روزنې لپاره ځینې اقدامات هم پیاوړي کړي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه راپور یوازې د امریکا دننه د افغانانو د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې بهیر څېړي او د افغانستان څخه د امریکا ته د انتقال پر مهال د ټولو افغانانو د لومړني امنیتي سکریننګ بشپړه ارزونه نه ده. د DHS عمومي پلټونکي په ۲۰۲۴ کال کې هم ویلي وو چې د «Operation Allies Welcome» د افغانانو اړوند د منفي امنیتي معلوماتو د تعقیب او حل بهیرونه له یو بل سره جلا او له ځینو تشو سره مخ دي.