د معلوماتو له مخې، د دې پروګرام ټرایلونه به د اکتوبر له پیل څخه د همدې میاشتې تر پایه په ټول هېواد کې ترسره شي. هغه لوبغاړي چې غواړي په دې پروګرام کې ګډون وکړي، باید له ۱۹ تر ۲۶ کلونو عمر، لږ تر لږه ۱۸۰ سانتيمتره قد او د توپ اچونې ۱۴۰ کیلومتره په ساعت کې سرعت ولري.
کرکټ بورډ وايي، د دې پروګرام موخه د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د چټکو بالرانو موندل او د افغانستان د کرکټ راتلونکي لپاره د هغوی روزنه او پراختیا ده.
بلخوا، پر کرکټ بورډ یو شمېر نیوکې هم کېږي چې د استعداد موندنې په پروګرامونو کې ځوان بالران پیدا کېږي، خو وروسته ټولو ته د مسلکي پرمختګ او ملي کچې ته د رسېدو لازم فرصتونه نه برابرېږي. د کرکټ مینهوال له بورډ څخه غواړي چې د «تندر» له لارې د موندل کېدونکو استعدادونو لپاره د روزنې او راتلونکي پرمختګ مشخص پروګرام هم ولري.