لټون

په فرانسه کې د زده‌کوونکو لاریونونه؛ له ۶۰۰ ډېر کسان نیول شوي

9 تله 1405 - 12:14 130 views
په فرانسه کې د زده‌کوونکو لاریونونه؛ له ۶۰۰ ډېر کسان نیول شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز ویلي، د چهارشنبې په ورځ ۶۲۵ کسان نیول شوي او د لاریونونو له امله د هېواد په ۳۵۶ ښوونځیو کې فعالیتونه اغېزمن شوي دي. د چارواکو په وینا، ۸۳ پولیس او ژاندارمري ځواکونه هم ټپیان شوي دي.

د لاریونونو اصلي لاملونه د زده‌کوونکو په وینا د ټولګیو د زده‌کوونکو زیات شمېر، د ښوونکو کمښت، اوږد درسي مهال‌وېش، د ښوونځیو د ودانیو خراب وضعیت او د سږني ګرم اوړي پر مهال د ټولګیو لوړه تودوخه دي. لاریون لومړی د پاریس شاوخوا سیمو کې پیل شول، خو وروسته د فرانسې نورو ښارونو ته هم وغځېدل.

په پاریس، لیل، لیون او بوردو کې د ښوونځیو د دروازو د تړلو او د پولیسو سره د نښتو راپورونه ورکړل شوي. په ځینو ځایونو کې کثافات سوځول شوي او پر پولیسو د شیانو د غورځولو پېښې هم شوې دي؛ پولیسو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

د فرانسې د پوهنې وزیر ادوار ګېفري ویلي چې د لاریونونو له پیل راهیسې ۱۱۹ زده‌کوونکي او د ښوونځیو کارکوونکي ټپیان شوي دي. نوموړي ټینګار کړی چې زده‌کوونکي باید بېرته خپلو ټولګیو ته ستانه شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله له زده‌کړو پاتې دي.

د فرانسې حکومت له یوې خوا د زده‌کوونکو ځینې غوښتنې د ښوونیزو ستونزو له امله د بحث وړ بللې، خو له بلې خوا یې د پولیسو، ښوونکو او ښوونځیو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی دی. لاریونونه داسې مهال پراخ شوي چې د فرانسې حکومت د ۲۰۲۷ کال د بودجې طرحه هم وړاندې کوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising