لټون

پاکستان یو ځل بیا په کونړ او هلمند کې هوايي بریدونه کړي

9 تله 1405 - 08:26 63 views
پاکستان یو ځل بیا په کونړ او هلمند کې هوايي بریدونه کړي

د سرچینو په وینا، په دغه برید کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې دوه ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.

په ورته مهال، له هلمند ولایت څخه هم راپورونه خپاره شوي چې پاکستاني ځواکونو په دغه ولایت کې هوايي بریدونه کړي او ملکي سیمې یې په نښه کړې دي.

تر اوسه د دغو بریدونو د هدف او د احتمالي نورې مرګ‌ژوبلې په اړه کره او بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي. همداراز، د پاکستان حکومت تر دې دمه د دغو بریدونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د بریدونو د کره ځایونو، د مرګ‌ژوبلې د شمېر او د احتمالي هدفونو په اړه د نورو معلوماتو د خپرېدو تمه کېږي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising