لټون

اروپايي ټولنې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره پنځه‌اړخیز نوی پلان اعلان کړ

8 تله 1405 - 14:08 504 views
اروپايي ټولنې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره پنځه‌اړخیز نوی پلان اعلان کړ

د کمېسیون په وینا، د دې پلان هدف دا دی چې اروپايي ټولنه د کډوالو د ناڅاپي لویو څپو د رراتګ  مخکې له مخکې وړاندوینه، مخنیوی او په بېړنیو حالاتو کې چټک غبرګون وکړای شي. دا طرحه په ځانګړي ډول د روان دوبي د هسپانیې په سیوتا (Ceuta) کې د کډوالۍ له بحران وروسته وړاندې شوې ده. 

د اروپايي کمېسیون د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر ویلي، د سیوتا پېښو وښوده چې د اروپايي ټولنې په بهرنیو پولو کې څومره ژر د کډوالو لویه ډله راټولېدای شي او وضعیت په بېړني حالت بدلېدای شي. نوموړي وویل چې اروپايي ټولنه باید د داسې پېښو تر رامنځته کېدو مخکې چمتووالی ولري. 

د نوي پلان پنځه مهم موارد دا دي:

۱- له غیر اروپايي هېوادونو سره پراخه همکاري:
اروپايي کمېسیون غواړي له هغو هېوادونو سره چې د کډوالو د اصلي سرچینې یا ترانزیټ هېوادونه دي، همکاري زیاته کړي، څو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د اروپا تر پولو مخکې اقدامات وشي. په دې برخه کې د معلوماتو شریکول، د لومړني خبرداري سیستمونه او د قانوني تګ راتګ لارې هم شاملې دي. 

۲- د اروپايي پولو او Frontex پیاوړتیا:
کمېسیون غواړي د اروپايي سرحدي ادارې Frontex واکونه او امکانات زیات کړي، څو دغه اداره وکولای شي د اړتیا پر مهال په چټکۍ سره د غړو هېوادونو سرحدونو ته اضافي پرسونل او تجهیزات ولېږي. د ادارې د بېرته ستنولو په پروسه کې د لا زیات رول اخیستو وړاندیز هم شوی دی. 

۳- د لومړني خبرداري او څارنې سیستم پیاوړتیا:
اروپايي کمېسیون غواړي د راتلونکو احتمالي کډوالۍ بحرانونو د ژر تشخیص لپاره د سرحدونو څارنه پراخه کړي. د Frontex د ټولنیزو رسنیو د څارنې د امکاناتو د زیاتولو او د غړو هېوادونو له لوري د EUROSUR سیستم ته د سرحدي پېښو د معلوماتو د چټک لېږلو وړاندیز شوی دی. 

۴- د کډوالو د قاچاقبرانو پر شبکو فشار:
د پلان یوه برخه د هغو شبکو پر وړاندې د اقداماتو پیاوړتیا ده چې د کډوالو د قاچاق چارې تنظیموي. کمېسیون غواړي له انلاین پلاتفورمونو، مالي ادارو او نورو شریکانو سره همکاري زیاته کړي، څو د قاچاق فعالیتونه او ناقانونه مالي جریانونه وموندل شي. د قاچاقبرانو لپاره د شتمنیو کنګلولو او د سفر بندیزونو په څېر د بندیزونو د رژیم د تصویب غوښتنه هم شوې ده. 

۵- د کډوالو د بېرته ستنولو پروسه چټکول:
کمېسیون غواړي له هغو هېوادونو سره همکاري زیاته کړي چې د بېرته ستنول کېدونکو کسانو د منلو مسؤلیت لري. همدارنګه به د Frontex رول په بېرته ستنولو کې پراخېږي او د ستنولو اړوند اداري چارې به تر ډېره ډیجیټل شي. 

اروپايي کمېسیون وايي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو ناقانونه تېرېدنې اوس د ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي، خو وروستیو پېښو وښوده چې د کډوالۍ لویې څپې لا هم په لنډ وخت کې بېړنی وضعیت رامنځته کولای شي. 

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، یوازې په سیوتا کې د روان دوبي پېښې د اروپايي ټولنې لپاره د سرحدي مدیریت یو مهم ازمېښت و. د کمېشنر برونر په وینا، اروپايي کمېسیون د دې پېښې پر مهال له هسپانیې سره د ۱۱۵ میلیونه یورو بېړنۍ مرستې ژمنه کړې وه، چې د سرحدونو د ساتنې، د بېرته ستنولو او بشري مرستو لپاره کارول کېږي. 

دا پنځه‌اړخیز پلان به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د کورنیو او عدلي چارو وزیرانو په غونډه کې د اکتوبر په اول او دویمه وړاندې او پرې بحث وشي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising