د افغان کډوالو د ملاتړ ډلې AfghanEvac په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کمپ د فعالیتونو د غځولو سند لاسلیک کړی او په دې سره به په قطر کې مېشت افغانان لږ تر لږه د راتلونکو نهو میاشتو لپاره له بېړني انتقال او د کمپ له تړل کېدو څخه خوندي وي.
په کمپ کې اوس مهال شاوخوا ۱،۰۳۹ افغانان دي چې د افغاناېواک د معلوماتو له مخې، د امریکا له حکومت سره یې د افغانستان د جګړې پر مهال کار کړی یا د امریکايي پوځيانو له کورنیو سره تړاو لري. له دې ډلې شاوخوا ۷۵۲ کسان ښځې او ماشومان دي او نږدې ۱۵۰ کسان د امریکايي پوځيانو د کورنۍ غړي دي.
دغه افغانان له ۲۰۲۱ کال وروسته قطر ته انتقال شوي وو او د امریکا له لوري تر امنیتي او هویتي ارزونو وروسته تمه وه چې د لنډې مودې لپاره په دې مرکز کې پاتې شي او وروسته امریکا ته ولېږدول شي. خو د بیا مېشتېدو بهیر له ځنډ سره مخ شوی او د دوی د راتلونکي په اړه له اوږدې مودې راهیسې نامعلوم وضعیت دوام لري.
د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، د کمپ د نهو میاشتو غځول د هغه د پلان شوي تړل کېدو مخه نیسي؛ خو دا پرېکړه په خپله امریکا ته د دغو افغانانو د انتقال ضمانت نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په راتلونکو نهو میاشتو کې به د کمپ د ټولو اوسېدونکو لپاره د داوطلبانه بیا مېشتېدو د لارو د موندلو هڅې روانې وساتي.
AfghanEvac دغه پرېکړه د افغانانو لپاره لنډمهاله خوندیتوب بولي، خو ټینګار کوي چې د کمپ د نهو میاشتو غځول د ستونزې وروستی حل نه دی او د دغو کورنیو لپاره باید دایمي ځای او د بیا مېشتېدو لاره پیدا شي.
د دې کمپ د فعالیتونو د دوام پرېکړه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې وه د سپټمبر په ۳۰مه وتړل شي او له تړل کېدو سره یې د سلګونو افغانانو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې. اوس به هغوی لږ تر لږه نهه نورې میاشتې په قطر کې پاتې کېږي او په دې موده کې به د دوی د راتلونکي د حل لپاره خبرې دوام ولري.