لټون

امریکا: په افغانستان کې د مذهبي ازادیو محدودول جدي ګواښ دی

8 تله 1405 - 08:55 61 views
امریکا: په افغانستان کې د مذهبي ازادیو محدودول جدي ګواښ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د واکمنې ډلې حکومت مذهبي ازادیو ته یو «جدي او ځانګړی ګواښ» بولي.

د وزارت په وینا، په دې وروستیو کې د «خاتم‌النبین» مرکز او پوهنتون له تړل کېدو وروسته، د «خاتم‌الانبیا» او «تبیان» مرکزونه هم تړل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پر «تبیان» مرکز د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال هم د ایران لپاره د جاسوسۍ او د فاطمیون او زینبیون ملیشو د جذبولو تورونه لګېدلي وو.


Advertisement Space Available Contact us for advertising