محکمې همداراز د هغو افغان محصلینو لپاره د موقتي قضایي خوندیتوب موده وغځوله چې پاکستان ته د بېرته ستنېدو له امر سره یې مخالفت کړی دی.
دا حکم وروسته له هغې صادر شو چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا په روانه میاشت کې تعلیمي مرکزونو ته لارښوونه کړې وه چې د ثبت شویو افغان محصلینو افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي. شورا همداراز په روان تعلیمي کال کې د نویو افغان محصلینو د منلو یا د پوهنتونونو ترمنځ د هغوی د لېږد بهیر د درولو امر کړی و.
بلخوا، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه افغان محصلین چې معتبرې ویزې لري او په رسمي او پېژندل شویو تحصیلي پروګرامونو کې شامل دي، کولای شي خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
د پاکستان د طبي شورا د لارښوونې او د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو ترمنځ دغه توپیر د افغان محصلینو د پاتې کېدو او د زدهکړو د دوام په اړه یو لړ پوښتنې راپورته کړې دي.