د «World Robotics 2026» راپور له مخې، یوازې تېر کال په فابریکو کې له ۶۰۰ زرو ډېر نوي صنعتي روباټونه نصب شوي چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
چین د صنعتي روباټونو تر ټولو لوی بازار بلل شوی؛ په ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۳۵۴ زره نوي روباټونه نصب شوي چې د نړۍ د ټولو نویو نصب شوو صنعتي روباټونو ۵۹ سلنه جوړوي.
له چین وروسته امریکا او جاپان د صنعتي روباټونو د نصبولو له پلوه د نړۍ تر ټولو لوی بازارونه دي.
راپور ښيي چې فابریکې په وروستیو کلونو کې د تولید د زیاتولو، د کار د موثریت لوړولو او د اتومات سیستمونو د پراختیا لپاره په چټکۍ سره روباټیک ټکنالوژۍ ته مخه کوي.