د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د امریکا حکومت تر اوسه لږ تر لږه ۲۳ زره کډوال ۲۹ هېوادونو او سیمو ته لېږلي دي. دوی وايي، واشنګټن تر جون ۲۰۲۶ پورې له شاوخوا ۳۵ هېوادونو او سیمو سره د دې ډول ترتیباتو په اړه اړیکې او هوکړې لرلې.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې ډېری لېږدول شوي کسان هغو هېوادونو ته استول کېږي چې له هغوی سره هېڅ ډول مخکینی تړاو نه لري. د دوی په وینا، دا وضعیت کولی شي د پناه غوښتونکو لپاره د خپلسري بند، د وکیل له لاسرسي محرومیت، د عادلانه قضايي بهیر نشتوالي، د کورنیو بېلتون، انساني قاچاق، بېسرپناهۍ او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي خطرونه زیات کړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ځانګړي ډول ماشومان، ښځې، معلول کسان، د انسانقاچاق قربانیان، نرښځیان، بېتابعیته کسان او د بشري حقونو مدافعان له زیاتو خطرونو سره مخ بللي دي.
دوی ټینګار کړی چې د «بېرته نه شړلو» نړیوال اصل دولتونو ته اجازه نه ورکوي چې یو کس داسې ځای ته ولېږدوي چې هلته د شکنجې یا جدي زیان له خطر سره مخ وي. د کارپوهانو په وینا، دولتونه د دوهاړخیزو هوکړو یا مالي ترتیباتو له لارې له خپلو نړیوالو حقوقي مکلفیتونو څخه ځان نه شي خلاصولی.
په ورته وخت کې، د امریکا د دې تګلارې په اړه قانوني شخړه هم روانه ده. د امریکا د استیناف یوې محکمې د سپټمبر په میاشت کې د درېیمو هېوادونو ته د شړلو پر تګلارې محدودیت ولګاوه، وروسته د ټرمپ ادارې له سترې محکمې وغوښتل چې د دې تګلارې د دوام اجازه ورکړي.
د کډوالو د حقونو یوې څېړنې بیا ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې ښايي ۲۵ زره او ۴۴۷ کسان درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي وي؛ خو د ملګرو ملتونو کارپوهان په خپله اعلامیه کې د لږ تر لږه ۲۳ زره کسانو شمېر یادوي.
ملګرو ملتونو له امریکا او ټولو ښکېلو هېوادونو غوښتي چې دغه ترتیبات ودروي، کډوالو ته د پناه غوښتنې عادلانه بهیر برابر کړي او د لېږدولو پر مهال د خپلواکې څارنې او حساب ورکونې زمینه برابره کړي.