په فرانکفورت کې افغانانو د ډاکټر نجیبالله د سیاسي ژوند، ملي پخلاینې، وطندوستۍ او د افغانستان د وروستیو لسیزو د سیاسي وضعیت په اړه غونډه کړې ده.
په پاریس کې هم د یکشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۷مه، د ډاکټر نجیبالله د ۳۰م تلین په مناسبت غونډه جوړه شوې وه. په غونډې کې د نوموړي د سیاسي ژوند، وطندوستۍ، مبارزې، د هېواد د داخلي مسایلو او شخصیت په اړه بحث وشو.
د ډاکټر نجیب د ملي پخلاینې پروګرام څه و؟
ډاکټر نجیبالله په ۱۹۸۶ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملي پخلاینې سیاست ته ځانګړې پاملرنه وکړه. د دې سیاست رسمي بڼه په ۱۹۸۷ کال کې لا پراخه شوه.
د دغه پروګرام یوه مهمه برخه د جګړې د درولو لپاره شپږ میاشتنی یو اړخیز اوربند و چې د ۱۹۸۷ کال د جنورۍ په ۱۵مه اعلان شو. د ملګرو ملتونو په هغه مهالنیو اسنادو کې ویل شوي چې حکومت د اوربند ترڅنګ له مخالفو لورو سره د سولې د خبرو او د سیمهییزو «سولې جرګو» د جوړېدو وړاندیز کړی و.
د ملي پخلاینې په طرحه کې د وسلهوالو مخالفینو لپاره عمومي عفوه هم شامله وه. حکومت د هغو کسانو د بېرته ستنېدو لپاره د امنیتي تضمینونو خبره کوله چې له هېواده بهر تللي وو او همداراز یې د بېرته راستنېدونکو لپاره د کار، روغتیا، زدهکړو او نورو اسانتیاوو د برابرولو ژمنې مطرح کړې وې.
د سولې په بهیر کې بله مهمه موضوع د سیاسي نظام پراخول وو. د نجیبالله حکومت د مخالفو وسلهوالو ډلو د سیاسي مشارکت او حتی د ائتلافي یا ملي یووالي حکومت د جوړېدو وړاندیز مطرح کړ. د ملګرو ملتونو په ۱۹۸۸ کال سند کې د نجیبالله له قوله راغلي چې د ملي پخلاینې د سیاست یوه برخه د وسلهوالو مخالفینو په ګډون د ائتلافي حکومت د جوړېدو وړاندیز و.
د دې ترڅنګ، په ۱۹۸۷ کال کې د اساسي قانون بدلونونه هم وشول او د دولت رسمي نوم له «د افغانستان دموکراتیک جمهوریت» څخه «د افغانستان جمهوریت» ته بدل شو. اسلام د دولت د ملي دین په توګه په اساسي قانون کې ځای پر ځای شو او د سیاسي مشارکت د پراخولو لپاره هڅې وشوې. د څېړنیزې سرچینې Conciliation Resources په وینا، د ملي پخلاینې د طرحې د جوړولو لپاره له بېلابېلو افغانانو سره مشورې وشوې او په ۱۹۸۷ کال لویه جرګه کې د هغې اړوند بدلونونه تصویب شول.
نجیبالله د افغانستان د جګړې د سیاسي حل لپاره د ملګرو ملتونو له هڅو سره هم تعامل درلود. د ۱۹۸۸ کال د جنیوا تړونونو له مخې د شوروي ځواکونو وتل پیل شول او د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت له لارې د افغانستان د جګړې د سیاسي حل لپاره هڅې روانې شوې. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې هغه مهال د افغانستان د ستونزې د جامع سیاسي حل او د پراخ بنسټه حکومت لپاره د بینالافغاني خبرو پر اړتیا ټینګار کړی و.
حتی د ۱۹۹۲ کال په وروستیو میاشتو کې، کله چې د نجیبالله حکومت له سخت سیاسي او پوځي فشار سره مخ و، نوموړي د ملګرو ملتونو د سولې د طرحې له مخې د واک پرېښودو ته هم چمتووالی وښود، څو یو موقتي څوګوندي حکومت جوړ شي. د ملګرو ملتونو په یوه ثبت شوي راپور کې راغلي چې نجیبالله د دې طرحې پر بنسټ د واک له پرېښودو سره موافق شوی و، خو د کابل د چټکو پوځي تحولاتو له امله دغه پلان عملي نه شو.
البته د نجیبالله د ملي پخلاینې د سیاست په اړه تاریخي ارزونې یو ډول نه دي. د هغه حکومت مخالفینو دغه پروګرام ونه مانه او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د حکومت وړاندیزونه رد کړل؛ په پایله کې، سره له دې چې د سولې لپاره یو شمېر سیاسي او عملي اقدامات ترسره شول، ملي پخلاینه په بشپړ ډول بریالۍ نه شوه او جګړې دوام وموند.
په فرانکفورت او پاریس کې د جوړو شویو تلین مراسمو ګډونوالو د همدې تاریخي دورې، د ډاکټر نجیبالله د سولې او ملي پخلاینې د هڅو او د افغانستان د اوږدې جګړې د سیاسي حل د تجربو په اړه خبرې کړې دي.