دغه فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو ښارونو کې د ښځو د نیولو راپورونه لا هم ورکول کېږي او دا موضوع باید د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو په چوکاټ کې وکتل شي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه محدودیتونه د ښځو پر ازادۍ، امنیت، تګراتګ، زدهکړو، کار، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي، د بیان پر ازادۍ او په عامه ژوند کې د هغوی پر ګډون اغېز کړی دی.
فدراسیون ویلي، د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ۲۰۲۶ کال په جون کې په هرات کې د لږ تر لږه ۳۰ ښځو د نیول کېدو موضوع مستنده کړې وه. د دغه بنسټ په وینا، په وروستیو ورځو کې په کابل کې هم د ښځو او نجونو د نیول کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
خو فدراسیون ټینګار کړی چې د وروستیو پېښو ځینې جزییات لا هم د کرهکتنې او تایید اړتیا لري. دغه بنسټ د پېښو د دقیق مستندولو، د شواهدو د خوندي ساتلو او د قربانیانو، د هغوی د کورنیو او سرچینو د هویت او امنیت د ساتنې غوښتنه کړې ده.
فدراسیون له طالبانو غوښتي چې د ښځو «خپلسري نیول» پای ته ورسوي او نیول شویو کسانو ته د خپلو کورنیو، حقوقي مشورې او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.