د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود به دغه طرحه اعلان کړي. د پروګرام موخه دا ده چې د جګړو او ځورونې له امله له خطر سره مخ کډوالو ته د خوندي او قانوني لارې بریتانیا ته د تګ زمینه برابره شي.
د راپورونو له مخې، د پروګرام له لارې به په لومړي پړاو کې د کډوالو شمېر په سلګونو وي او وروسته ښايي څو زرو ته لوړ شي. د بریتانیا حکومت به هر کال د منل کېدونکو کسانو لپاره مشخص حد وټاکي.
تمه ده چې د پروګرام شاوخوا څلورمه برخه له راتلونکو کسانو څخه افغان ښځې او نجونې او فلسطینیان وي. د پروګرام له لارې راتلونکي کسان به له امنیتي او جرمي سابقې څخه د ارزونې بهیر هم تېروي.
منل شوو کډوالو ته به د دایمي استوګنې پروسه نسبتاً چټکه شي او د راپورونو له مخې، هغوی به له پنځو کلونو وروسته د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو وړتیا ولري.
د بریتانیا د کډوالو د بیا مېشتېدو پخواني پروګرام د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نویو راجع شوو کسانو لپاره د غوښتنلیکونو اخیستل درولي وو. د بریتانیا حکومت اوس غواړي دغه لاره بېرته فعاله کړي، خو د نویو منل کېدونکو کسانو شمېر به محدود وي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) او د کډوالو د نړیوالې مرستې پروژه به د دې پروګرام لپاره د احتمالي کډوالو په پېژندلو کې ونډه ولري.
د بریتانیا حکومت له دې سره هممهاله د کډوالو لپاره د ټولنیز سپانسرشپ او د کار له لارې د بیا مېشتېدو د نورو قانوني لارو د رامنځته کولو پلان هم لري. د حکومت په وینا، دا لارې به کډوالو ته د غیرقانوني او خطرناکو سفرونو پر ځای د بریتانیا ته د رسېدو قانوني انتخابونه برابر کړي.
د افغانانو لپاره دا طرحه په داسې حال کې مطرح کېږي چې بریتانیا په تېرو کلونو کې د افغانانو د بیا مېشتېدو پر ځینو لارو محدودیتونه زیات کړي دي. د بریتانیا د حکومت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ځواب ویلو ځانګړې لاره (ARR) د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د نویو غوښتنلیکونو لپاره بنده شوې، خو هغه کسان چې مخکې یې د انتقال بلنه ترلاسه کړې وه، لا هم د شرایطو له پوره کولو وروسته بریتانیا ته انتقالېدای شي.