د وزارت په وینا، په دې ډله کې د داعش وسلهوال شامل وو. طالب چارواکي ادعا کوي چې دغې ډلې د پاکستان له لوري د ملاتړ کوونکو وسلهوالو په مرسته د نورستان د کامدېش ولسوالۍ ته د پولې له هغې غاړې اوښتي وو.
دوی وايي، دغه کسان د شنبې په ورځ له پاکستانه د افغانستان خاورې ته داخل شوي وو او غوښتل یې په سیمه کې بریدونه ترسره کړي. طالب ځواکونو پرې عملیات کړي او د پاتې ډلې غړي بېرته د پاکستان لوري ته تښتېدلي دي.
طالبان همداراز ادعا کوي چې د پاکستان امنیتي او ملیشه ځواکونو له دغې ډلې سره همغږي لرله، خو کله چې جګړه پیل شوه، له سیمې شاته شول.
پاکستاني پوځ او د دغه هېواد د اطلاعاتو وزارت تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. رویټرز هم وايي چې د طالبانو ادعاوې او د مرګژوبلې شمېرې یې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو ورځو کې زیاته شوې ده. پاکستان د سپټمبر په ۲۱مه په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي او ویلي یې وو چې د وسلهوالو مرکزونه یې په نښه کړي دي. اسلاماباد هغه مهال د ۲۸ وسلهوالو د وژلو ادعا وکړه، خو طالب چارواکو د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (UNAMA) د یوه سړي، یوې ښځې او یوې نجلۍ وژل کېدل تایید کړل.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې پر کابل تور لګوي چې د دغه هېواد پر ضد د بریدونو کوونکو وسلهوالو ته په افغانستان کې ځای ورکوي؛ خو طالبان دغه ادعا ردوي او وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد داخلي موضوع ده.
د نورستان وروستۍ نښته د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستیو امنیتي پېښو او متقابلو تورونو په لړ کې رامنځته شوې ده