دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، د ټرمپ ادارې د کډوالو د پراخو نیولو، توقیف او له امریکا څخه د ایستلو یو سیستم رامنځته کړی چې د سازمان په وینا، د کډوالو پر وړاندې له توکمیزو، تعصب او ناسم روایتونو سره مل دی.
سازمان وايي، د دې تګلارې له امله د امریکا فدرالي قانون پلي کوونکي ادارې د کډوالۍ د قوانینو په پلي کولو کې ښکېل شوې دي. د سازمان د معلوماتو له مخې، په ځینو مواردو کې د کډوالو د نیولو لپاره له نقاب لرونکو مامورینو او زغرهوالو موټرو څخه هم کار اخیستل شوی او د ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او عبادت ځایونو ته څېرمه عملیات ترسره شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، د کډوالو د توقیف سیستم هم پراخ شوی او زرګونه کسان په داسې مرکزونو کې ساتل کېږي چې د ګڼې ګوڼې او نامناسبو شرایطو په اړه اندېښنې مطرح شوې دي. سازمان همداراز وايي چې د کورنیو توقیف او د کورنیو د جلا کولو موارد هم بېرته زیات شوي دي.
د سازمان په یوه بل راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ ادارې د امریکا او مکسیکو پر پوله د پناه غوښتنې ته لاسرسی هم محدود کړی او د پناهغوښتونکو لپاره د «CBP One» اپلېکېشن د ملاقاتونو سیستم یې پای ته رسولی دی.
سازمان وايي، د امریکا حکومت ځینې کسان داسې درېیمو هېوادونو ته هم لېږلي چې د هغوی اصلي هېوادونه نه دي. د سازمان په وینا، له ۲۰۲۵ کال راهیسې د درېیمو هېوادونو له لارې د ایستلو بهیر پراخ شوی او په ځینو مواردو کې کسانو ته تر الوتکې پورې دا نه دي ویل شوي چې چېرته لېږدول کېږي.
د سازمان د تازه راپور له مخې، د کډوالۍ د پالیسیو اغېزې یوازې د هغو کسانو تر منځ محدودې نه دي چې په غیرقانوني ډول د امریکا د پاتې کېدو په تور نیول کېږي، بلکې پناهغوښتونکي او کډوال هم اغېزمن شوي دي. د دې اقداماتو په ترڅ کې د قانوني پروسې، د پناه غوښتنې حق او د هغو هېوادونو پر لور د بېرته ستنولو په اړه جدي اندېښنې شته چېرته چې د بشري حقونو د سرغړونو خطر موجود وي.