د سیمې د اوسېدونکو او عیني شاهدانو په وینا، نښتې ناڅاپه پیل شوې او د دواړو لورو له خوا پکې درنې وسلې او هاوانونه کارول شوي دي. د مرګژوبلې په اړه تر اوسه کره او خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي.
د کرم ولسوالۍ ځینو عیني شاهدانو ویلي، چې د خرلاچي او بورکي په سیمو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو د ډزو ترڅنګ، ځینې ملکي سیمې هم د نښتو تر اغېز لاندې راغلې دي.
د سیمې یوه سیمهییز خبریال ویلي، چې ډزې تر نن سهار پورې روانې وې، خو څو ساعته وړاندې درول شوې دي.
بلخوا، پاکستاني امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د پکتیا او ننګرهار له لوري د پاکستان پر پوځي پوستو او ملکي سیمو ډزې شوې دي. د دغو سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو د هاوانونو او نورو درنو وسلو په کارولو سره د افغان طالبانو پر ځینو پوستو او دفاعي مورچو بریدونه کړي دي.
پاکستاني سرچینو همداراز ادعا کړې چې د دوی د بریدونو له امله د افغان طالبانو ځینې پوستې او د هاوانونو ځایونه په نښه شوي او طالبان له څو پوستو شاتګ ته اړ شوي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومت او د پاکستان چارواکو په رسمي ډول د دغو نښتو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، او د دواړو خواوو ادعاوې په خپلواک ډول نه دي تایید شوې.
دا نښتې په داسې وخت کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو له راپورونو وروسته د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې لا ترینګلې شوې دي.