لټون

یونان کې د ودانۍ د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي؛ څلور یې امریکایان دي

5 تله 1405 - 09:26 57 views
یونان کې د ودانۍ د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي؛ څلور یې امریکایان دي

پېښه د جمعې په سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د اتن ښار په تاریخي پلاکا سیمه کې، چې د اکروپولیس لرغوني ځای ته نږدې موقعیت لري، رامنځته شوې. د چاودنې له امله دوه پوړیزه ودانۍ نړېدلې او د شاوخوا ودانیو، موټرو او دوکانونو یوه برخه هم زیانمنه شوې ده.

د یونان د ژغورنې ډلې له څو ساعتونو عملیاتو وروسته د ودانۍ له خاورو څخه د شپږو کسانو جسدونه ایستلي دي. د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې څلور امریکایي سیلانیان او یو بریتانوی او د هغه یوناني مېرمن شامل دي.

د راپورونو له مخې، څلور امریکایان دوه جوړې وې چې په دغه ودانۍ کې یې لنډمهاله استوګنځای کرایه کړی و. دوی ټاکل شوې وه چې د پېښې په ورځ له اتن څخه ووځي، خو الوتنې ته حاضر نه شول.

د پېښې د دقیق علت په اړه لا هم څېړنې روانې دي. د اتن ښاروال او ځینو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې لومړنۍ نښې ښيي چاودنه ښايي د طبیعي ګاز له لیک یا د ودانۍ د داخلي ګاز شبکې له ستونزې سره تړاو ولري؛ خو چارواکو ټینګار کړی چې وروستی علت به د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.

د ژغورنې په عملیاتو کې شاوخوا ۳۰ اور وژونکي، ځانګړي تجهیزات، حس کوونکي وسایل او روزل شوي سپي شامل وو. د چارواکو په وینا، د نږدې دوو ودانیو وضعیت هم د چاودنې له امله خطرناک شوی او د هغوی د خوندیتوب ارزونه روانه ده.

پلاکا د اتن له تر ټولو مشهورو سیاحتي سیمو څخه ده او د اکروپولیس په لمن کې موقعیت لري. د سیمې ګڼې تاریخي ودانۍ او لنډمهاله استوګنځایونه لري، چې د پېښې له امله د ودانیو د خوندیتوب او د ګازو د شبکو د څارنې موضوع هم یو ځل بیا مطرح شوې ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising