په همدې مراسمو کې د هوايي ځواک ۱۰ نورو منسوبینو ته هم د هغوی د فعالیتونو له امله ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شوي دي.
د «ټاسک اېنډ پرپز» د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ځواک د ۹۱۱مې څانګې دغو پیلوټانو او نورو پوځي منسوبینو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکا د متحدینو د تخلیې په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.
د راپور له مخې، ډګرمن ایریک ملر، جګړن جېسن مایلهام، ماسټر سرجنټ ټایلر پینټر او ټېک سرجنټ سټیون سټروبل ته دغه مډالونه په ځانګړو مراسمو کې ورکړل شول.
دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۷مه، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د داعش له خونړي ځانمرګي برید یوه ورځ وروسته، د خپل ماموریت له امله وستایل شول.
په مراسمو کې ویل شوي چې د هغه مهال له سخت امنیتي وضعیت او د ځمکنیو وسلو او توغندیو له ګواښ سره سره، د الوتکې عملې وکولای شول خپله الوتکه د شپې لهخوا د کابل ګډوډ هوايي ډګر ته ښکته کړي.
د امریکايي چارواکو د معلوماتو له مخې، دغو پیلوټانو د لوړ خطر په شرایطو کې شاوخوا ۴۵۰ افغانان له کابل څخه په بېړني ډول انتقال کړي دي.
په ورته مراسمو کې د هوايي ځواک ۱۰ نورو منسوبینو ته هم د «برونز سټار» افتخاري مډالونه ورکړل شول.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل هوايي ډګر د زرګونو کسانو د وتلو شاهد و. د اګست پر ۲۶مه د هوايي ډګر په سیمه کې د داعش په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.
له دې برید سره سره، امریکايي ځواکونو د تخلیې عملیاتو ته دوام ورکړ او د عملیاتو تر پای پورې یې له افغانستان څخه له ۱۲۰ زرو ډېر کسان وایستل.
د کابل د تخلیې ماموریت په اړه په امریکا او افغانستان کې لا هم بېلابېل نظرونه او نیوکې مطرح کېږي؛ خو د امریکا هوايي ځواک په دغو مراسمو کې د یادو پیلوټانو او نورو منسوبینو د ترسره شوي ماموریت ستاینه کړې ده.