لټون

جرمني د مالیاتو له پلوه د ۴۸ هېوادونو په درجه‌بندۍ کې وروستی شو

4 تله 1405 - 10:55 456 views
جرمني د مالیاتو له پلوه د ۴۸ هېوادونو په درجه‌بندۍ کې وروستی شو

د Global Citizen Solutions (GCS) موسسې په تازه درجه‌بندۍ کې ۴۸ هېوادونه او قضايي حوزې د مالیاتي شرایطو له مخې پرتله شوي دي. په اروپا کې مالت او قبرس مخکښ دي، که څه هم هېڅ یو یې د عایداتو د مالیې تر ټولو ټیټه رسمي کچه نه لري.

په دې راپور کې ۱۱ شاخصونه د «مالیاتي بار»، «مالیاتي جوړښت» او «د پانګونې له لارې کډوالۍ» په درېیو برخو وېشل شوي دي. وروستۍ برخه د اقامت یا تابعیت د ترلاسه کولو لارې هم رانغاړي.

د دغو شاخصونو مجموعه د هر هېواد عمومي نمره جوړوي او لوړه نمره د هغو کسانو لپاره د مالیاتي شرایطو د لا مناسب والي ښکارندويي کوي چې د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ وړتیا لري.

د مالیاتو قانوني کمول یا Tax Optimization دې ته ویل کېږي چې یو کس خپل مالي چارې په قانوني ډول داسې تنظیم کړي چې د ورکړل کېدونکو مالیاتو اندازه کمه شي.

مالت او قبرس د نړۍ په لسو غوره هېوادونو کې

مالت او قبرس په نړیواله کچه د لسو غوره هېوادونو په ډله کې راغلي دي. دوی د هغو کسانو لپاره چې دې هېوادونو ته کډه کوي، په ځانګړي ډول د بهر څخه د ترلاسه کېدونکو عایداتو په برخه کې، ځانګړي مالیاتي امتیازات لري او یوازې پر ټیټو مالیاتي کچو تکیه نه کوي.

مالت او قبرس دواړو د مالیاتي بار په برخه کې له ۱۰۰ څخه ۸۲ او د مالیاتي جوړښت په برخه کې ۶۳ نمرې اخیستې دي.

مالت د پانګونې له لارې د کډوالۍ په شاخص کې ۸۳ او قبرس ۷۸ نمرې ترلاسه کړې دي. له دې سره مالت شپږم او قبرس لسم ځای خپل کړی دی.

GCS وايي، دغو دواړو هېوادونو خپل لوړ مقام تر ډېره د «غوره مالیاتي نظامونو» له لارې ترلاسه کړی، نه یوازې د ټیټو رسمي مالیاتي کچو له امله.

موناکو د ۶۸.۶، جورجیا د ۶۸.۳ او بلغاریا د ۶۲.۸ نمرو په ترلاسه کولو سره د اروپا نور درې هېوادونه دي چې د پنځو غوره هېوادونو په ډله کې شامل دي.

له دې هېوادونو وروسته د اروپا د ټولو نورو هېوادونو نمرې له ۶۰ څخه ښکته دي او په نړیواله درجه‌بندۍ کې هم له لومړنیو ۲۰ ځایونو بهر دي.

جرمني په نړیواله درجه‌بندۍ کې وروستی دی

جرمني د ۴۸ هېوادونو او قضايي حوزو په منځ کې وروستی ځای لري. دغه هېواد د مالیاتي جوړښت په برخه کې یوازې ۱۷ نمرې ترلاسه کړې؛ دا شاخص د بهر څخه ترلاسه کېدونکو عایداتو او له هېواده د وتونکو کسانو د مالیاتي وضعیت ارزونه کوي.

راپور وايي، پر ټول نړیوال عاید د مالیې لګول، د میراث مالیه او د هېواد پرېښودو مالیه د جرمني د ټیټې درجې له مهمو عواملو څخه دي.

ډنمارک د ۳۰.۴، هسپانیه د ۳۶.۹، فرانسه د ۳۷.۷ او ناروې د ۳۸.۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د اروپا د درجه‌بندۍ په وروستیو کې دي.

له دې هېوادونو وروسته، په اروپا کې د بریتانیا نمره ۵۰.۹ ده. په دې درجه‌بندۍ کې لوړه نمره د هغو کسانو لپاره د لا مناسبو مالیاتي شرایطو معنا لري چې غواړي له هېواده بهر کډه وکړي.

د اروپا د پنځو لویو اقتصادونو له ډلې، ایټالیا د ۵۶.۹ نمرو په ترلاسه کولو سره تر ټولو لوړه نمره لري. که د اروپايي اتحادیې د غړیتوب نوماندان ترکیه او جورجیا هم حساب شي، ایټالیا په اروپا کې نهم او په نړیواله کچه ۲۶م ځای لري.

د اروپا د ځینو نورو هېوادونو نمرې هم یو بل ته نږدې دي؛ سویس ۵۸.۲ او هالنډ ۵۱.۲ نمرې لري. ترکیه ۵۶.۹، هنګري ۵۴.۹، سویډن ۵۴.۱ او ایرلنډ ۵۳.۱ نمرې لري.

موناکو، بلغاریا او اندورا د مالیاتي بار له پلوه مخکښ دي

که د درجه‌بندۍ درې برخې جلا جلا وکتل شي، انځور یو څه توپیر کوي.

د «مالیاتي بار» شاخص کې د شخصي عایداتو مالیه، د سهمونو پر ګټې مالیه، خالصه د شتمنۍ مالیه او د میراث مالیه شاملېږي.

موناکو ۹۳، بلغاریا ۹۲ او اندورا ۸۹ نمرې ترلاسه کړې دي او تر ټولو لوړ مقامونه لري. له دوی وروسته مالت او قبرس، هر یو د ۸۲ نمرو په ترلاسه کولو سره، قرار لري.

هسپانیې ۲۵، فرانسې ۲۶ او ډنمارک ۳۰ نمرې اخیستې چې د دې شاخص له مخې په اروپا کې تر ټولو ټیټې نمرې دي. جرمني، سره له دې چې په عمومي درجه‌بندۍ کې وروستی دی، په دې برخه کې ۴۰ نمرې لري.

هېوادونه پر بهرنیو عایداتو څنګه مالیه لګوي؟

د «مالیاتي جوړښت» شاخص ارزوي چې یو هېواد له بهر څخه ترلاسه کېدونکو عایداتو او له هېواده د وتونکو کسانو څخه څنګه مالیه اخلي.

مالت او قبرس په دې برخه کې هر یو ۶۳ نمرې لري چې د اروپا تر ټولو لوړه نمره ده.

جرمني د ۱۷ نمرو په ترلاسه کولو سره وروستی دی. له هغه وروسته هنګري ۲۵، اندورا ۲۶، استونیا ۲۷ او بلغاریا ۲۹ نمرې لري. ترکیې هم ۲۹ نمرې اخیستې، خو په راپور کې په جلا ډله کې طبقه‌بندي شوې ده.

په دې توګه، یو هېواد ښايي په یوه شاخص کې لوړه نمره ولري، خو په عمومي درجه‌بندۍ کې یې وضعیت کمزوری وي.

GCS د راپور اصلي پایله داسې بیانوي: «په یوه هېواد کې د مالیې کچه او د مالیاتي نظام جوړښت تر ډېره له یو بل څخه خپلواک دي.»


Advertisement Space Available Contact us for advertising