دغه ډیټابیس خورا حساس بلل کېږي، ځکه یاد شرکتونه ښايي د اسرائیلو د مېشتځایونو د پراختیا پر وړاندې د فشار راوړلو لپاره د تحریم یا پانګونې د ایستلو له کمپاینونو سره مخ شي. په لویدیځه غاړه کې له درې میلیونو ډېر فلسطینیان ژوند کوي.
دغه ډیټابیس چې لومړی ځل په ۲۰۲۰ کال کې خپور شو، اوس د ۲۱۴ شرکتونو نومونه لري. ډېری دغه شرکتونه اسرائیلي دي، خو د فرانسې، جرمني، چین او امریکا په ګډون د ۱۰ نورو هېوادونو شرکتونه هم پکې شامل دي.
په تازه اضافه شویو شرکتونو کې د اسرائیلو د افتکشونو جوړولو شرکت ADAMA، چې د چینايي ملکیت لرونکي Syngenta Group برخه ده، په اسرائیل کې مېشت د املاکو د پانګونې شرکت Alony Hetz او د هسپانیې Salvat Logistica شامل دي.
د دغو شرکتونو له ډلې هېڅ یوه سمدستي د ملګرو ملتونو په ډیټابیس کې د خپل نوم د شاملېدو په اړه د نظر غوښتنې ته ځواب ورنه کړ.
دغه شرکتونه له هغو شرکتونو سره یوځای شول چې له مخکې په لېست کې شامل وو، لکه د سفر اداره Expedia او د کورونو د کرایې شرکت Airbnb.
اسرائیل، چې لویدیځه غاړه اشغال شوې سیمه نه بلکې «لانجمنه سیمه» بولي، مخکې ویلي چې دغه لېست په ناحقه هغه شرکتونه بدناموي چې د اسرائیلو له نظره په قانوني ډول فعالیت کوي.
د اسرائیلو ډیپلوماتیک ماموریت د جمعې په ورځ وویل: «دا یو تحریف شوی میکانیزم دی چې د یوه ژورې نیمګړتیا لرونکي بنسټ له خوا جوړ شوی او په اتومات ډول د اسرائیلو پر ضد اکثریت لري.» اسرائیلو ادعا کړې چې دغه ډیټابیس د یهودي دولت د «ځورولو» لپاره جوړ شوی دی.
په وروستیو کې پر فلسطینیانو د مېشتځایونو د اوسېدونکو بریدونه زیات شوي، په داسې حال کې چې په سیمه کې د نویو مېشتځایونو جوړول پراخ شوي دي. همدې وضعیت بریتانیا، فرانسې او کاناډا هڅولي چې په روانه میاشت کې له دغو مېشتځایونو څخه د وارداتو مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر، د محرمو معلوماتو پر بنسټ، په انرژۍ، خوړو، مېلمهپالنې، ترانسپورټ او کرنې په ګډون د بېلابېلو برخو فعال شرکتونه ارزولي دي.
شاوخوا ۶۰ نور شرکتونه هم ارزول شوي، خو په لېست کې نه دي شامل شوي، ځکه د ملګرو ملتونو له معیارونو سره سم داسې شواهد نه وو چې وښيي دوی په هغو فعالیتونو کې ښکېل دي چې د فلسطینیانو حق نقضوي.
د ملګرو ملتونو د وېبپاڼې له مخې، په دغو فعالیتونو کې د فلسطینیانو د ودانیو د ویجاړولو لپاره د تخریب وسایلو برابرول، د مېشتځایونو لپاره د څارنې خدمات او د ترانسپورټ په څېر نور خدمات شامل دي چې د دغو مېشتځایونو د دوام لپاره مرسته کوي.
له بلې خوا، د بریتانیا ثبت شوې انلاین سفري کمپنۍ Opodo او په هسپانیه کې مېشت انلاین سفري شرکت eDreams د بیا ارزونې له غوښتنې وروسته له پخواني لېست څخه ایستل شوي دي.
ملګرو ملتونو موندلې چې داسې معقول دلایل شته چې ښيي دغه شرکتونه نور په هغو فعالیتونو کې ښکېل نه وي چې مخکې یې د لېست د شاملېدو دلیل جوړاوه.
eDreams تېر کال ویلي وو چې له دغو فعالیتونو یې لاس اخیستی او په غیرقانوني اسرائیلي مېشتځایونو کې به د استوګنې ځایونو اعلانونه همداسې بند ساتي. د شرکت په وینا، ځینې اعلانونه وروسته له هغې په اتومات ډول د دوی وېبپاڼې ته پورته شوي وو چې د استوګنځایونو مالکانو ثبت کړي وو.
فلسطینیان غواړي لویدیځه غاړه د یوه راتلونکي خپلواک فلسطیني دولت برخه وي.
خو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ملتپاله حکومت تر ډېره د مېشتځایونو له اوسېدونکو ملاتړ کړی او د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر اسرائیلو د حماس ډلې له برید او ورپسې د غزې له جګړې وروسته په لویدیځه غاړه کې د مېشتځایونو د جوړولو چارې لا چټکې شوې دي.
د سفر شرکت Expedia مخکې ویلي وو چې په هغو سیمو کې چې دغه شرکت یې «لانجمنې سیمې» بولي، د استوګنې اعلانونه په څرګند ډول نښه شوي، له نړیوالو قوانینو او بندیزونو سره سمون لري او د ملګرو ملتونو د معیارونو پر بنسټ د لا زیاتو ارزونو له پروسې تېرېږي.