مېنګ په ایکس کې لیکلي: «ولې د ټرمپ اداره د نورو ۱۷،۵۰۰ افریکانرانو د بیا مېشتولو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي، په داسې حال کې چې زموږ زرګونه افغان همکاران لا هم له هېواده بهر بند پاتې دي؟»
هغې زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ورته ویلي، دغه کډوال کولای شي «ژر له امریکايي ټولنې سره یوځای شي»، خو مېنګ د روبیو دا څرګندونه د توکمیزې اشارې په توګه تعبیر کړې ده.
مېنګ ویلي، امریکايي ولس د دې موضوع په اړه د وضاحت غوښتلو حق لري، ځکه د هغې په وینا، افغان همکاران او له ۱۳۰ زرو ډېر ارزول شوي کډوال لا هم په نامعلوم وضعیت کې پاتې دي.
د ډونالډ ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ له پیله امریکا د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو پر اتباعو د سفر محدودیتونه ولګول. د دې پرېکړې له امله هغه زرګونه افغانان هم اغېزمن شوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ادارو سره کار کړی او د امریکا د کډوالۍ او بیا مېشتېدو د پروګرامونو له لارې د انتقال په تمه دي.
د افغانانو د انتقال او ویزو بهیر له ځنډونو سره مخ دی او ګڼ هغه کسان چې د امریکايي ادارو د پخوانیو همکارانو په توګه د خوندیتوب اندېښنې لري، لا هم له افغانستانه بهر د خپل برخلیک په تمه دي.