لټون

بریتانیا کې دوه افغانان د غلا شویو ایفونونو په قضیه کې بنديان شول

4 تله 1405 - 08:10 107 views
بریتانیا کې دوه افغانان د غلا شویو ایفونونو په قضیه کې بنديان شول

د بریتانیا «سن» ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې امیر خدیخېل، عصمت میاخېل او منصور محمد د یوې منظمې شبکې له لارې له بریتانیا څخه څه باندې ۶۲ زره غلا شوي موبایلونه نورو هېوادونو ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، د دغو موبایلونو ټولیز ارزښت شاوخوا ۱۸۱ میلیونه پونډه اټکل شوی او ډېری یې د DHL او UPS له لارې لرې ختیځ او منځني ختیځ ته لېږدول شوي دي. د دغو شرکتونو کارکوونکي نه وو خبر چې په کڅوړو کې غلا شوي موبایلونه لېږدول کېږي.

د دغې شبکې فعالیت وروسته هغه مهال کشف شو چې یوې بریتانوۍ خپل غلا شوی ایفون د «Find My iPhone» اپلېکېشن له لارې تعقیب کړ. د موبایل څرک د هېترو هوايي ډګر یوه ګودام ته ورسېد او پولیسو په عملیاتو کې شاوخوا درې زره غلا شوي موبایلونه وموندل.

پولیسو وروسته د بریتانیا له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر نور غلا شوي موبایلونه هم ترلاسه کړل.

د ساوت‌وارک شاهي محکمې د معلوماتو له مخې، دغه موبایلونه په چین کې تر ۳۷۰۰ پونډو پورې پلورل کېدای شي، ځکه د نویو موبایلونو په پرتله پر دغو وسیلو ځینې حکومتي محدودیتونه نه عملي کېږي.

د راپور له مخې، ۳۵ کلن امیر خدیخېل په ۲۰۱۹ کال کې له افغانستان څخه بریتانیا ته تللی و، خو مېرمن او ماشومان یې لا هم په افغانستان کې دي. د هغه وکیل ویلي چې خدیخېل بې‌کوره و، د رواني ستونزو له امله له یوه کس سره اوسېده او وروسته د جرمونو په لور هڅول شوی و.

درې واړو کسانو د غلا شویو موبایلونو د ترلاسه کولو، د یوې منظمې جرمي ډلې په فعالیتونو کې د ګډون او له بریتانیا څخه بهر ته د موبایلونو د لېږد په تړاو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

محکمې امیر خدیخېل په ۹ نیمو کلونو، عصمت میاخېل په ۹ کلونو او منصور محمد په ۶ کلونو او ۵ میاشتو بند محکوم کړي دي


Advertisement Space Available Contact us for advertising