د چارواکو د معلوماتو له مخې، له روان کال راهیسې د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د رسېدلو کډوالو شمېر ۱۸ زره او ۵۶۵ کسانو ته رسېدلی دی. دا شمېره د تېر کال د همدې مودې پرتله ۴۲ سلنه کمه ده.
په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې د کډوالو قاچاقبران د فرانسوي پولیسو د زیاتېدونکو اقداماتو له امله د مانش کانال د اوښتو لپاره نوې لارې کاروي او له فرانسې د لویدیځو سیمو څخه هم کښتۍ روانوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، قاچاقبران د ډېرو کسانو د لېږد لپاره د لویو ربړي کښتیو کارول هم زیات کړي او ځینې یې تر ۲۳۰ کسانو پورې د لېږد ظرفیت لري.
د کډوالو د نوي ورځني ریکارډ له اعلان سره هممهاله، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې د دوو هغو کښتیو په اړه د امنیتي څېړنې امر کړی چې له درول کېدو پرته د بریتانیا ساحل ته رسېدلې دي. په یوه کښتۍ کې شاوخوا ۳۰ کسان سپاره وو، چې ۲۱ یې وروسته نیول شوي دي.
بلخوا، د بریتانیا د سمندري ژغورنې ادارې ۵۱ کډوال له یوې کوچنۍ کښتۍ ژغورلي چې د نورماندي له ساحله تر روانېدو وروسته ۳۸ ساعته په سمندر کې پاتې وه.